اطلاعات روز: په ننګرهار کې طالب چاراکي خبر ورکوي چې د تېري يوې مياشتې پر مهال د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۵ ترافيکي پېښې شوې دي چې د ماشومانو په ګډون ۳۱ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد طاهر مبارز نن (سې شنبه، ۳ د زمري) وویل چې یادې ترافیکي پېښې د همدې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شوې دي او له کبله یې دوولس تنه مړه شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.
د نوموړي په وينا چې په مړو کې ۶ تنه او په ژوبلو کسانو کې ۵ تنه ماشومان دي.
مبارز زياته کړې چې د همدې ترافيکي پېښو په تور يې ۱۵ کسان نيولي هم دي او د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
په هيواد کې د ترافيکي پېښو د کېدو لامل تر ډېره حده د موټر چلوونکو ګړندی تګ ښوول کېږي.
همدا راز ويل کېږي چې د ترافيکي پېښو د زياتېدو يو لامل دا هم دی چې طالبانو د پاکستان لاس موټرو ته اسناد ورکړي دي.
