ننګرهار کې د مخابراتي خدماتو د چټکیدو هڅې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې د مخابراتي خدماتو د ښه کیدا په موخه هڅې ګړندۍ کړې دي.

د دغه ولایت د اترا ادارې لپاره د طالبانو رییس رحیم الله شینواری وایي، په ښار او ولسوالیو کې یې د مخابراتي خدماتو د چټکتیا او پر وړاندې یې د شته ستونزو د مخنیوي په موخه یو کمیسیون جوړ کړی، چې د خپلو فعالیتونو په لړ کې یې په جلال اباد ښار کی د ۴۵ هغه غیر قانوني دستګاوو مخه نیولې چې له امله مخابراتي خدمات ټکني شوي وو.

د نوموړي په خبره دغه راز یې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې۹۵ سلنه د غیر قانوني سیمکارتونو د پیر او پلور مخه هم نیولې ده.

شینواری زیاتوي: «هغه دستګاوې چې مخابراتي خدمات ټکني کوي په مسلکي لحاظ ورته ریپیټر یا سنګال پوستر هم وایي، دغه دستګاوو هغه فریکونسي چې دا یې ځان ته راکاږي او هر هغه چا چې لګولي وي نو د نورو مخابراتي شبکو په خدماتو منفي اغیز کوي.»

نوموړی دغه راز زیاتوي چې د اترا ادارې او مخابراتو وزارت د وړاندیز پر بنسټ د طالبانو د  حکومت کابینې د سیم‌کارت اخیستلو په بهیر کې د بدلون راوستلو طرحه تصویب کړې او هغه کسان، چې غواړي له دې وروسته سیم‌کارت واخلي باید الکترونیکي تذکره او یا هم پاسپورت ولري.

شینواری وایي، هغه کسان، چې بریښنايي تذکره يا پاسپورت نه‌ لري د سيم کارت د پېرلو پر مهال یې بايد هغه څوک یتضمين وکړي، چې پاسپورت او يا بریښنايي تذکره لري.

ورته مهال د ننګرهار لپاره د طالبانو د مخابراتو رییس ذبیح الله ذکي وایي، په پلان کې لري چې په نږدې راتلوونکي کې به د لېرې پرتو ولسوالیو سربیره د لویو لارو په اوږدو کې هم مخابراتي خدمات فعاله کړي.

نوموړي دغه راز په خصوصي مخابراتي شبکو غږ وکړ، چې خلکو ته دې د مخابراتي خدماتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ذکي زیاته کړه: «اوس مهال د سلام مخابراتي شبکې ۶ پایې په ننګرهار کې منظورې شوي او دوه د افغان بیسیم دي چې دا په مختلفو ولسوالیو کې نصیبږي او دغه راز به د تورخم-جلال اباد، کابل-جلال اباد، کونړ-جلال اباد او د دغه ولایت په نورو لویو لارو کې هم مخابراتي دستګاوې نصب شي.»

بلخوا ننګرهار کې عام وګړي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د سیمکارټونو د ترلاسه کیدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د دوی په خبره د مخابراتي شبکو په خدماتي څانګو کې ورته په کاغذي تذکرو سیم کارت نه ورکول کیږي، چې له امله یې عام وګړي له ستونزو کړیږي.

ولسي خلک غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت باید د سیم ‌کارت د ثبت په څانګه کې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ ځکه د پاسپورت یا تذکرې ترلاسه کول وخت نیسي او دوی د سیم‌کارت په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پخوا هم په بازارونو کې ډېر سیم‌ کارتونه له ثبت او راجستر پرته پلورل کېدل، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا بهیر قانوني شوی او هیڅوک نه‌شي کولی، چې له ثبت او راجستر پرته سیم‌کارت وپېري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه