د لوګر خلک خپلو ولسوالیو ته د وارداتي بریښنا د غځولو غوښتنه کوي

په لوګر ولایت کې د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي د طالبانو د بریښنا ریاست له مسوولینو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت ولسوالیو ته دې هم وارداتي بریښنا وصل شي.

د دوی په خبره چې کلونه وړاندې یاده بریښنا له لوګر سره وصل شوې خو تر اوسه د مرکز په ګډون د ګوتو په شمېر سیمې له یادې بریښنا برخمنې شوې دي.

په همدې حال کې بیا د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د بریښنا ریاست مسوولین وايي، ځینو ولسوالیو ته یې د بریښنا رسونې لومړنی ډیزان برابر کړی چې د عملي کېدو لپاره یې مرکز ته استولی دی.

کابو پنځه کاله وړاندې په تېر جمهوري نظام کې له تاجکستان هیواد څخه راغلې وارداتي بریښنا په لومړي ځل د لوګر ولایت له مرکز پل عالم سره وصل شوه، خو د همدومره اوږدې مودې په تېرېدو لاهم د دغه ولایت ګڼې ولسوالۍ او شاوخوا سیمې له یادې برښنا نه دي برخمنې شوي.

د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېر نظام کې ورسره د وخت ولایتي مسوولینو ژمنه کړې وه، چې دوی ته به له پل عالم وروسته د مزو غځول پېلوي، خو په وینا یې چې هماغه وخت د نا امنیو او د مسوولینو د بېغورۍ له وجې یاد کار په عملي  ډول پېل نه شو.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی میراجان له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دوی خپلې غوښتنې له اړونده ریاست سره شریکې کړي، خو له ژمنې سره سم یې لاهم کار نه دی پېل کړی.

د هغه په خبره چې د بریښنا ریاست مسوولین ورته په یوه او بله بهانه د ویش پر وړاندې د خنډونو یادونه کوي.

میراجان غوښتنه کوي چې د سیمې اوسېدونکي کلونه کیږي چې د بریښنا له نشتون بې برخې دي او زیاتوي چې اوس له شته بریښنا هم دوی ته خپل حق نه ورکول کیږي.

هغه وايي: «برکي برک یو پراخه ولسوالۍ ده، مختلفې سیمې لري لکه محمد رضا، سجاوند، دادخېل، کمالخېل او داسې نورې سيمې چې مختلف کلي پکې دي، ولې دا مظلوم خلک د نورو امتیازاتو ترڅنګ له بریښنا هم تر اوسه نه دي برخمن، که څه هم څو کاله وړاندې زمونږ ولایت ته بریښنا راغلې ده، ژمنې په تېر کې هم شوې او اوس مسوولینو هم کړې ولې عملي شوې نه دي.»

له برکي برک وروسته د محمد اغې ولسوالۍ ځايي خلک هم د بریښنا په ویش ټینګار کوي او وايي، دغې ولسوالۍ ته دې له ځنډ پرته د یادې برښنا پایې نصب شي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي سلیم چې د دهنو په سیمه کې ژوند کوي، سړک او بریښنا د ژوند اساسي اړتیاوې بولي او وايي، که د لوګر ولسوالیو ته په شته بریښنا کې هم د ویش په اړه اقدام نه کیږي نو دا د مسوولینو بېغوري او کمزورتیا په ګوته کوي.

هغه غوښتنه کوي چې د لوګر مساحت د نورو ولایتونو په نسبت کم او له کومې ستونزې پرته کېدلی شي چې د دغه ولایت ګڼ نفوسو ولسوالیو ته یاده بریښنا وصل شي.

هغه داسې وايي: «مونږ د ژمنو عملي کېدل غواړو، د ولس ژوند چې ورسره آرامه کیږي هغه سړک دی او بل بریښنا ده، نو دې برخه کې دې مسوولین ډېر جدي کار وکړي او د پل عالم ترڅنګ دې محمد اغې، برکي برک او نورو هغو ولسوالیو ته چې زیات مصارف نه پرې راځي پایې ودروي او مزي دې پکې تېر کړي، تر څو مونږ وکولی شو چې له شته بریښنا ګټه واخلو.»

لوګر کې د بریښنا کارکوونکي د نویو پایو د نصب کولو په حال کې. انځور: لوګر کې د طالبانو د بریښنا ریاست

د وارداتي برښنا په اړه په لوګر ولایت کې پانګوال هم په ویش ټینګار کوي او وايي، که د مرکز ټولو سیمو ته بریښنا ورسول شي، نو خلک به د شته تولیدي فابریکو څو برابره نورې هم فعاله کړي.

دوی زیاتوي چې یاده بریښنا د مرکز پل عالم څو مشخصو سیمو ته وصل شوې چې د پاتې خلکو او پانګوالو ستونزې نه شي پرې حل کېدلی.

په دې اړه په لوګر کې یو تن سوداګر محمد کریم وویل: «دلته خلک ځکه پانګونې ته او په تېره د فابریکو جوړولو ته زړه نه ښه کوي چې بریښنا نشته، دا چې سب سټیشن کې شته او خلکو ته نه ده

ورکړل شوې دا په نشت حساب بریښنا ده، نو لوګر کې زمونږ د بریښنا له ریاست دا غوښتنه ده چې ویش یې چټک کړي او پانګوالو ته د دې زمینه برابره کړي چې فابریکې راوړي او دلته خلک په کار وګماري.»

په لوګر ولایت کې د طالبانو د بریښنا ریاست مسوولین هم د خلکو ستونزې او غوښتنې پرځای بولي، خو د دې ټولو لامل د بودیجې کموالی یادوي.

دوی زیاتوي چې د خوښۍ، محمد اغې او برکي برک ولسوالیو لپاره د بریښنا رسونې وروستی ډیزاین یې برابر کړی او د عملي کېدو لپاره یې مرکز ته استولی دی.

مسوولین همدا راز څرخ او خروار ولسوالیو ته هم د بریښنا د لېږد د پلان جوړېدو خبر ورکوي، خو  وايي اوس نه شي کولی چې د پل عالم له مرکزي سب ستېشن څخه دغو ولسوالیو ته بریښنا وصل کړي او د دې لپاره په سیمه کې د یو بل سب ستیشن د جوړېدو اړتیا یادوي.

د لوګر ولایت د بریښنا ریاست همدا راز په لېږدول شويو معلوماتو کې د شته نیمګړتیاوو لوی لامل د بودیجې او وسایلو کموالی په ګوته کوي او وايي که دغه موضوع یې حل شي نو ګڼو سیمو ته به یاده بریښنا وصل شي.

له یاد ریاست څخه اطلاعات روز ته په لېږل شوي لیست کې راغلي چې تر دې مهال په لوګر ولایت کې د دولتي ادارو په ګډون مجموعي ۹۹۰۶ د بریښنا مصرف کوونکي مشتریان لري، چې له دې ډلې یې ۸۹۹۷ رهایشي، ۱۰۸ دولتي، ۴۹۳ سوداګریز او پاتې نور یې موسېسات او فابریکې شاملې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه