د جمهوريت د سقوط او د طالبانو له لوري د زياتېدونکي غچ اخیستنې – که څه هم د دې ډلې د مشرتابه له لوري د عمومي عفوې اعلان شوی و، خو د امنيتي او دفاعي ځواکونو يو شمېر سرتېري (په دې ليکنه کې د لنډوالي په خاطر د پخوانيو نظاميانو په نوم يادېږي) د تخليې له لارې وايستل شول او د پام وړ شمېر کسان چې د افغانستان پرېښودو ته مجبور شول په ګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ايران کې يې پناه واخيسته.
په دې هيوادونو کې له سختو ډک ژوند او د طالبانو د غچ اخيستنې وېره له دوی سره د سیوري په څېر مله ده، لکه څرنګه چې ځينو رسنيو په دې دوو هيوادونو کې د پخوانيو نظاميانو وضعيت له برزخ سره تشبيه کړی دی. يو شمېر نورو رسنيو، لکه افغانستان انټرنيشنل هم په خپلو راپورونو کې «مدافعان بدون سرزمين» تر عنوان لاندې د پخوانيو امنيتي او دفاعي ځواکونو د غړو وضعيت را اخيستی او په دې راپورونو کې ښکاري چې هغوی له سخت او افسوس وړ حالت سره مخ دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې هم د «روايت سرباز» تر عنوان لاندې په يوه ځانګړي راپور کې د پخوانيو نظاميانو د ژوند مختلف اړخونه را اخيستي. تر اوسه د دې مستند درې برخې خپرې شوې دي، چې اورېدل يې د هر اورېدونکي زړه ارې کوي.
له بله اړخه په افغانستان کې دننه د طالبانو له لوري د پخوانيو نظاميانو وژنه، اختطاف، نيونه او په جبري توګه ورکول د دې ډلې د اصلي تګلارې په توګه دوام لري. د طالبانو غړي له مخکې ياد شوي غير انساني سلوک سره – سره، د پخوانيو نظاميانو کورنۍ د وسلې، تجهيزاتو او دولتي امکاناتو په درلودلو تورنوي او شکجه کوي يې، تر څو د زياتو پیسو له تر لاسه کولو سره – سره، پخواني نظاميان اړ کړي چې هيواد ته راستانه شي.
کوم کسان هيواد ته راستانه شوي دي؟
په کلي توګه د پخوانيو نظاميانو دوې ډلې هيواد ته راستنې شوې دي چې لاندې په تفصيلي توګه ورته کتنه کوو.
الف: لوړپوړي افسران – پخواني چارواکي
يو شمېر لوړپوړي پخواني افسران چې په جمهوريت کې يې لوړې دندې درلودې د هغه کميسيون له لارې راستانه شوي چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په می مياشت کې جوړ کړ. «له افغان شخصيتونو سره د اړيکې او د راستنولو کميسيون» مشري مولوي شهاب الدين دلاور کوي چې غړي يې مولوي امير خان متقی، ملا خيرالله خيرخواه، مولوي خالد حنفي، قاري فصیح الدين، انس حقاني، مولوي عبدالحق وثيق، مولوي ضیاء الرحمن مدني، مولوي عبدالرحمان منصور دي. طالب رسنيو په دې راستنو شويو کسانو کې د ځينو تود هرکلی کړی، خو د يو شمېر نورو کسانو يوازې انځورونه د همدې کميسیون پر ټويټر پاڼه خپاره شوي او د هغوی راتګ يې رسنيز کړی دی.
يو شمېر کسانو ته د طالبانو رسنيو ډېره پاملرنه وکړه چې وروسته د طالبانو په مبلغینو بدل شول، له دې کسانو څخه يو تن د جمهوريت پر مهال د ملي دفاع وزارت پخوانی وياند دولت وزيري و؛ نوموړي د جمهوريت پر مهال په ځلونو طالبان تروريستان او د پرديو مزدوران بللي و، خو تر بيرته راستنېدو او له دې ډلې سره تر بيعت وروسته هغوی د افغانستان ژغورونکي ګڼي. ښاغلی وزيري کابل ته تر بيا راتګ وروسته د طالبانو په څو رسمي غونډو کې د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو سره په لومړۍ کرښه کې ناست دی او هم مهاله له هغوی سره د تکبیر ناره بدرګه کوي. ويل کېږي چې دولت وزيري د جمهوريت تر سقوط وروسته د ناټو د تخليې د پروسې له لارې د کورنۍ ټول غړي له هيواده بهر ولېږل خو په خپله افغانستان ته را وګرځېد تر څو هغې ډلې ته يوازې د قومي اړيکې له مخې مشروعيت ورکړي او سپين يې وښيي چې د ده په زرګونو د سنګر ملګري يې وژلي دي او په يوه بشپړ تروريستي چلند سره پر افغانستان واکمن دي. مګر تيار نه دی چې اولادونه يې په اصطلاح تر همدې «افغاني او اسلامي» حاکميت لاندې ژوند وکړي. طالبانو د يو شمېر داسې افسرانو هرکلی وکړ چې له دوی سره د وزيري په څېر فکري او يا هم قومي اړيکه لري او دوی ته يې له امتياز او ساتونکو سره – سره رسنيز دريځ هم ورکړ.
خو يو شمېر نور يې د رسنيزې سوء استفادې په موخه يوازې د دروغجن مشروعيت د تر لاسه کولو لپاره د خپلې تبليغاتي دستګاه په يوه ګوښه کې ياد کړي دي.
د طالبانو د کميسيون له لوري له خپرو شويو معلوماتو سره سم، د جنرالۍ د کچې هغه افسران چې کابل ته ستانه شوي:
| شمېره | نوم او تخلص | په جمهوريت کې دنده | قوم |
| ۱ | دولت وزيري | د دفاع وزارت پخوانی ویاند – متقاعد | پښتون |
| ۲ | نجيب الله سرتېر | د زابل – خوست د پوليسو امنيې قومندان او د کابل د پوليسو د امنيې قومندانۍ مرستيال | پښتون |
| ۳ | غلام سخي روغ لېونی | د لوګر د پوليسو امنيې قومندان، د محلي پوليسو رييس | پښتون |
| ۴ | جنت ګل اورياخېل | د کابل د چټک غبرګون د پوليسو د قطعې قومندان | پښتون |
| ۵ | محمد انور کوهستاني | د کورنيو چارو وزارت د کوپراتيف ريیس | تاجک |
| ۶ | عبدالحکيم نورزی | د ملي امنیت شورا د مشاور د دفتر مرستيال | پښتون |
| ۷ | محمد دين جلندري | د رجال برجسته افسر – د مارشيال فهيم د ساتونکو قومندان | تاجک |
| ۸ | محب الله صافی | د پوځ سرتېری – متقاعد | پښتون |
| ۹ | راشد طوطاخېل | د زندانونو د عالي ادارې عمومي رييس (ملکي په نظامي موقف کې) | پښتون |
| ۱۰ | عبدالسلام بخشي | د محابسو عمومي رييس | تاجک |
| ۱۱ | محمد حسن کړوخېل | په سيلاب قول اردو کې د اولې لېوا رييس ارکان | پښتون |
| ۱۲ | غلام بهلول ملکزی | د کورنيو چارو وزارت د لوژستيک رياست نظامي مرستيال | پښتون |
| ۱۳ | حيات الله روستازاده | د باميانو د ملي امنيت رييس – متقاعد | هزاره |
| ۱۴ | عبدالواسع احمدزی | د خوست د ملي امنيت رييس – متقاعد | پښتون |
| ۱۵ | سيد کمال سادات | د کورنيو چارو وزارت د کريمنال تخنيک رييس – متقاعد | پښتون |
| ۱۶ | عبدالباقي نورستاني | د نورستانو د پوليسو امنيې قومندان | نورستاني |
| ۱۷ | محمد رازق صديقي | د کورنيو چارو وزارت د رجال برجسته د رياست مرستيال | ازبک |
د طالبانو د کميسيون پر ټويټر پاڼه د زياتو کسانو انځورونه او شهرت خپور شوی دی، په دې لړ کې د پام وړ یاد شوي کسان خاص پخواني نظاميان دي چې په بېلابېلو سطحو يې کار کړی دی، خو له دوی څخه ۱۷ داسې کسان دي چې د جنرال په حيث يې کار کړی دی. په دوی کې ۱۱ پښتانه، درې تاجک او دوه نور ازبک او هزاره دي.
د دې کسانو د اوسني وضعيت په اړه زما ارزونې ښيي چې ځينې يې طالبانو ته ډېر نږدې شوي دي، خو ځينې نور يې چې په رسنيو کې راڅرګند شوي او خلک پوه شوي چې په رسمي توګه د طالبانو د اړيکو د کميسيون له لارې هيواد ته راغلي، حد اقل په ظاهري امنيت کې ژوند کوي. له دې خلکو سره په چلند کې طالبان قوميت او مخکينۍ اړيکې ته تر پخوانۍ دندې ډېره ترجېح ورکوي. په داسې حال کې چې د طالبانو د کميسيون د لايحې په ديارلسمه ماده کې داسې راغلي: «ټول نظامي قومندانان، د اردو افسران، استخبارات، پوليس، هوايي ځواکونه او قومندانان او د سیمهیيزو پوليسو افراد چې د دې کميسيون له لارې عادي ژوند ته راګرځي کولای شي له مخکينيو امتيازاتو برخمن شي.»
له دې افسرانو يوه له ما سره په خبرو کې وويل: «زه د کميسيون له لارې افغانستان ته راغلم. تر راتګ وړاندې د طالبانو استازي ډېرې زياتې خبرې کولې، خو کله چې د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شوم دا چې څېره مې پخوا په رسنيو کې ښکاره شوې وه او زما پخوانۍ دنده معلومه وه، نو د طالبانو کارمندانو په ځانګړې توګه استخباراتو راسره د دښمن په توګه چلند کاوه. د يوه ساعت لپاره يې زه په يوه خونه کې کېنولم، تر دې چې ما ورته د کميسيون ليک وښود. له دې سره – سره يې نامناسب چلند کاوه او څو ځله يې زما بکسونه تالاشي کړل او وروسته يې راته د تګ اجازه راکړه.»
ده پسي زياته کړه: «پخواني موقف او خبرو ته په پام چې شوې وې او د بيرته ستنېدونکو چې کوم انځورونه خپاره شوي و، زما تصور دا و چې يو لازم پروټوکول به راکول کېږي، خو نه يوازې دا چې کوم پروټوکول نه و، بلکې سپکاوی مې وشو.»
دی د اوسني وضعیت په اړه وايي: «له کومه وخته چې کابل ته راغلی يم، د اړوندې حوزې استخبارات تر اوسه څو ځله راغلي دي او زما کور يې تالاشي کړی دی. تر اوسه هيڅ ادارې زما د ليدنې غوښتنې ته ځواب نه دی راکړی. بانکي حساب مې تر اوسه تړلی دی.»
ب: د منځنۍ رتبې لرونکي او ځوان افسران
د طالبانو د کميسيون پر ټويټر پاڼه د يو شمېر منځنۍ رتبې لرونکو او ځوانو افسرانو معلومات هم خپاره شوي دي چې بیرته راګرځېدلي. د همدې افسرانو له ځينو سره مې يې خبرې وکړې چې اوسنی وضعيت يې څرنګه دی او د کومې پروسې له لارې افغانستان ته راغلي دي.
يو پخوانی نظامي چې نه غواړي هویت يې ياد شي، وايي چې د طالبانو د کميسيون له لارې افغانستان ته راغلی او اوس بيرته اړ شوی چې افغانستان پرېږدي. دی د طالبانو د ادارې له منځه وحشتناکې کېسې کوي او د هغوی د نامناسب چلند يادونه کوي.
دوی له هيواده د بیرته تګ په اړه وايي: «طالبانو څو ځله زما کورنۍ د پوښتنې لپاره حوزې ته غوښتې وه، له هغوی يې وسله غوښته او ورته ويل يې چې ستاسو زوی له ځان سره د دولت وسله وړې ده. يا وسله راوړئ او يا يې هم جريمه ورکړئ.»
له دې سره – سره يې، زما بانکي حساب هم تړلی و چې د کورنۍ د ملاتړ لپاره مې پاتې معاش پکې خوندي و. اړ شوم چې افغانستان ته د خوندي ستنېدلو لپاره هڅې وکړم او کورنۍ ته چې مې کومې ستونزې پيدا شوي او کوم تورونه پرې لګېدلي، هغه لېرې کړم.
له يو کس سره مې خبرې وکړې چې په کابل کې په تجارت بوخت دی او له طالبانو سره اړيکه لري، له ده مې غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره مې په اړيکه کې کړي. د همده له لارې له کميسيون سره په اړيکه کې شوم، ليک يې تر لاسه کړی و او وړاندې تر دې چې افغانستان ته ولاړ شم، زما عکس د کميسيون پر ټويټر خپور شو.
کله چې کابل ته ولاړم، يو څو ورځې وروسته د طالبانو استخباراتي حوزې زه جلب کړم. تحقيق يې وکړ او ضمانت يې واخيست چې د طالبانو پر خلاف به فعاليت نه کوم، په داسې حال کې چې زه د کميسيون له لارې افغانستان ته تللی وم او دوی ته مې د کميسيون مکتوب هم وښود خو قناعت يې نه کاوه.
دوې ورځې په حوزه کې وم او وروسته ازاد شوم. د تور د رفع کولو لپاره خپلې پخوانۍ ادارې ته ولاړم چې مکتوب واخلم چې هيڅ ډول باقي داري نه لرم. کله چې ادارې ته ولاړم، نو کم شمېر پخواني افراد موجود و. له دوی مې غوښتنه وکړه چې لوجستيکي فورمې وګوري، زه هيڅ ډول باقي داري نه لرم او ماته علم او خبر (په اداره کې د يوه نظامي – پوليس سرتېري د باقي داري د مخينې په اړه د معلوماتو فورم) راکړي. ټول اسناد يې وکتل، ما هيڅ ډول باقي داري نه درلوده. علم او خبر مې را واخيست خو د استخباراتو څانګې زه څو ځله وغوښتلم. خپل پخوانی علم او خبر به مې ورته ښود او بيا به يې پرېښودلم.
دا په داسې حال کې چې د طالبانو د کميسيون د لايحې په اتمه ماده کې په صريحه توګه راغلي چې راستانه شوي افراد بايد ونه نيول شي او نه شکنجه شي. اتمه ماده وايي: «هغه اشخاص او افراد چې د دې کميسيون له لارې هيواد ته د مصون ژوند کولو لپاره راستنېږي، د اسلامي امارت د بښنې د عمومي فرمان پر اساس، هيڅوک يې هم د پخوانۍ ملکي او نظامي دندې له وجې د نيونې او شکنجې حق نه لري.»
د کورنيو چارو وزارت دا پخوانی افسر زياتوي: «د کميسيون له لوري چې کوم ځانګړی کارت ورکول کېږي، د هغه د اخيستنې لپاره اړ شوم چې ۵۰ زره افغانۍ رشوت ورکړم تر څو يې په اخيستلو سره مصون شم. د کارت په اخيستلو او د تورونو تر رفع کولو وروسته اړ شوم چې بيا له هيواده ووځم.»
د پوليسو يو بل افسر چې د طالبانو د بلنې د کميسيون له لارې کابل ته ستون شوی دی، هم له همداسې برخليک سره مخ شوی و. دی وايي: «زه پر ځمکنۍ لارې د اسلام قلعه له بندر څخه افغانستان ته راغلم. د راتګ پر وخت يې زه بايوميټريک کړم چې د تصادف له مخې زما هويت معلوم نشو. کابل ته راغلم. په واسطه او رشوت سره مې د کميسيون ځانګړی کارت واخيست. کله چې مې کورنيو چارو وزارت ته مراجعه وکړه چې يو دنده راکړي، خو رايې نه کړه.»
دی پسی زياتوي: «اړ شوم چې عريضه وکړم چې د غير احتياط فعال په څانګه کې مې وټاکي، سره له دې چې د اداري معين امر مې واخيست خو په پېژنتون کې تر څو ورځنۍ سرګردانۍ وروسته يې راته وويل چې ته نامطلوب يې.»
د کورنيو چارو وزارت دا افسر زياتوي: «غوښتل مې چې بيا له هيواده ووځم. کله چې پاسپورټ رياست ته ولاړم، د بايوميټريک په څانګه کې يې وپېژندلم. زما فورمه يې استخباراتو ته ولېږله. د طالبانو د استخباراتو رياست کارمندان چې ټول طالبان وو، زه يې توهين کړم او په توهينوونکو الفاظو لکه «د کافرانو نوکر» او «دکافرانو جاسوس» سره يې زه په شش درک کې د استخباراتو رياست ته انتقال کړم. هغه ورځ له ما سره د کميسيون ځانګړی کارت نه و، دوی له ما ټیليفون هم واخیست. سره له دې چې دوی ته مې ويل چې زه د کميسيون له لارې راغلی يم او کارت راسره شته، خو ويې نه منله. درې ورځې وروسته يې راته وويل، چې کولای شې کور ته دې زنګ ووهې. اړيکه مې ونيوله او کارت مې راوغوښت. له دې سره – سره يې له ما ضمانت واخيست چې له هيواده دباندې به نه ځم او د امارت پر ضد به فعاليت نه کوم.»
د کورنيو چارو وزارت دا پخوانی افسر اوس د افغانستان یوه ولايت ته له خپلې کورنۍ سره تللی او په یوه سرای کې څوکيداري کوي.
دا په داسې حال کې چې د طالبانو د کميسيون د ځانګړي کارت د وېش او د راستنو شويو افرادو د مصونيت په اړه د دې کميسيون په اوومه ماده کې ويل شوي: «دا کميسيون هر هغه افغان شخصيت ته چې تر ډاډ وروسته هيواد ته راستون شو او سولييز ژوند يې پېل کړ، ځانګړی کارت ورکوي چې په وسيله به يې ځان او عزت خوندي وي او د نورو ټولو هيوادوالو په څېر به کامل امنيت لري.»
همدا راز د همدې کميسيون په ديارلسمه ماده کې د هغو پخوانيو نظاميانو په اړه چې د دې کميسيون له لارې راستنانه شوي، راغلي: «ټول نظامي قومندانان، د اردو، پوليسو، استخباراتو، هوايي ځواکونو افسران او د سيمهييزو پوليسو قومندانان او افراد چې د دې کميسيون له لارې عادي ژوند ته راګرځېدلي، هم کولای شي له مخکينيو ياد شويو امتيازاتو برخمن شي.»
خو د ډیری پخوانيو نظاميانو په وينا چې افغانستان ته ستانه شوي دي، دا امتيازات يوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې وړاندې له دې ډلې سره په اړيکه کې وو، نه ټولو ته. د دوی په وينا، د طالبانو افراد په دې نظر دي چې که د پخواني دولت کارمندان د کميسيون او د طالبانو د لوړپوړو چارواکو سل ليکونه هم ولري، خو بيا هم دښمن او حتا کافر ګڼل کېږي.
تر ستنېدو وروسته وژنې او ورکيدنې
د وژنې او جبري ورکيدنې په مقابل کې سپکاوی، توهين او شکنجه د طالبانو «نرم چلند» دی چې له پخوانيو نظاميانو سره يې کوي. د پام وړ شمېر پخواني نظاميان چې د طالبانو د غچ له وېرې د افغانستان پرېښودلو ته اړ شوي و او په غير قانوني توګه په ګاونډيو او د سيمې په هيوادونو کې مېشت وو، د اوسيدنې د قانوني اسنادو د نشتون له وجې د کوربه هيوادونو د دولتي ادارو له لوري نيول شوي او په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي او هغوی ته د متوجې احتمالي ګواښ په اړه يې هيڅ فکر نه دی کړی.
په دې لړ کې تر ټولو ډېر افراد له ايران، پاکستان او ترکيې څخه افغانستان ته په زور شړل شوي دي.
د اردو سرتېری صلاح الدين ستاري چې د تخار ولايت اوسېدونکی و او د جمهوريت تر سقوط وروسته د طالبانو د غچ له وېرې يې ايران ته پناه وړې وه، د ۲۰۲۳ کال د می په لومړيو کې د ايراني انتظامي ځواکونو له لوري ونيول شو او د همدې مياشتې پر پنځمه نېټه د نيمروز ولايت د پل ابريشم له لارې افغانستان ته وشړل شو. د طالبانو سرحدي ځواکونو د ابريشم پل په کميسارۍ کې نوموړی د بايوميټريک وسيلې له لارې وپېژانده او د دې ډلې استخباراتو نوموړی په زرنج ښار کې ونيوه چې تر اوسه يې هم د برخليک په اړه معلومات نشته.
د ډېرو نورو په پرتله، ستاري نېکمرغه دی چې حد اقل د ده د نيونې موضوع رسنيزه شوې ده. په لسګونو نور نظاميان په پټه نيول شوي او ورک شوي دي. د افغانستان يو تبع محمد ناصر چې دوې مياشتې وړاندې د دوغارون – اسلام کلا پولې له لارې شړل شوی دی، له ما سره يې په خبرو کې وويل: «ايراني ځواکونه تر نيول کېدو وروسته زموږ (مهاجرينو) ټول معلومات په يوه فورم کې ليکي او د هغه فورم له مخې جدول تياروي چې په دې کې پخوانۍ دنده هم ليکي. وړاندې تر دې چې دا کډوال افغانستان ته وشړي، ټول معلومات پر پوله د طالبانو افرادو ته ورکوي.»
دی زياتوي: «طالبان د ټولو شړل شويو افرادو هويتي معلومات لري او کله چې د افغانستان خاورې ته ننوځو، په ترتيب سره زموږ هويتي اسناد ګوري او موږ تول په دې پلمه چې له تاسو سره د نړيوالو بنسټونو له لوري مالي مرسته کېږي، بايوميټريک کوي. په دې لړ کې به يې ځينې تر بايوميټريک وروسته بل لور ته لېږل.
لومړی زه نه پوهېدم چې ولې يې بل لوري ته لېږل. کوم کسان چې له ما سره و، پوښتنه مې ترې وکړه، هغوی وويل چې په بايوميتريک وسيله کې يې هغوی پېژندلي دي چې نظاميان وو.»
کله چې مې له ناصر څخه د هغو افرادو د برخلیک پوښتنه وکړه، ويې ويل: «زه نور نه يم متوجې شوی چې چيرته يې يووړل خو دومره متوجې وم چې ټول يې يوه اتاق ته يووړل چې (آمريت کشف) پرې ليکلي و.»
پر پوله هيڅ ډول بنسټ او رسنۍ نشته چې د دې نظاميانو د برخليک موضوع رسنيزه کړي. هيڅوک نه پوهېږي چې د نيول شويو افرادو برخليک به څه وي، خو د طالبانو له چلند څخه چې څه څرګندېږي هغه مرګ، شکنجه او ورکېدل دي.
په همدې حال کې بختيار چې د ملي پوليسو سرتېری و او د پکتيا اصلي اوسېدونکی و، د جمهوريت تر سقوط وروسته يې له کورنۍ سره پاکستان ته پناه وړې وه. د چمن – سپين بولدک پر پوله افغانستان ته د ستنېدو پر وخت د طالبانو د استخباراتو له لوري نيول شوی او يوه نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.
د سرحدي پوليسو په برخه کې له ځينو افرادو سره د خبرو له مخې زما موندنې ښيي چې پر (هوايي او ځمکنيو) پولو د طالبانو د استخباراتو او د کورنيو چارو وزارت د داخلي امنيت د افرادو يوه دنده د پخوانيو نظاميانو پېژندل دي.
د غزني ولايت اوسېدونکی محمد قاسم وايي: «زما د عمه زوی تېر کال په جبري توګه له ترکيې وشړل شو. کله چې کابل هوايي ډګر ته ورسېد، طالبانو ورته يو فورم ورکړ چې عمومي معلومات پکې و لکه د اوسېدو ځای، د اړیکې شمېره او نور. خو درې ورځې وروسته يې نوموړی د کابل ښار په ۱۳مه ناحيه کې ونيوه چې تر اوسه يې د برخليک په اړه معلومات نشته.»
قاسم وايي، چې د عمه زوی يې په پوځ کې و او د غزني کشف لېوا په څانګه کې يې کار کاوه. د جمهوريت تر سقوط وروسته، په قاچاقي توګه د ايران له لارې ترکيې ته ولاړ خو تر لنډې مودې وروسته له هغه ځايه افغانستان ته وشړل شو.
د طالبانو افرادو د پخواني حکومت د ملي امنيت د رياست يو کارمند شبير احمد د ۲۰۲۳ کال د مارچ په وروستيو کې په پروان ولايت کې وواژه. شبير احمد د جمهوريت تر سقوط وروسته ايران ته پناه يووړه خو دی د ايران انتظامي ځواکونو په تهران کې ونيوه او په جبري توګه يې افغانستان ته ولېږه.
لعل محمد غريب زاده چې د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د محلي پوليسو يو پخوانی قومندان و او د طالبانو د بلنې د کميسيون له لوري افغانستان ته راستون شوی و او د بښنې کارت هم ورسره و. د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ د مياشتې پر ۱۵مه نېټه د مزار شريف – چهاربولک پر لار نامعلومو کسانو وواژه. لږ تر لږه دریو سرچينو له مزار شريف څخه ماته تاييد کړې چې غريب زاده د طالبانو د يوه قومندان مولوي قدرت الله چې په ابو حمزه مشهور و، ووژل شو. دی يو څه وخت د بلخ لپاره د طالبانو والي هم و.
پورته بېښې د پخوانيو نظاميانو د برخليک وړې بېلګې دي چې د طالبانو په اعلاميو تېروتلي او افغانستان ته راستانه شوي وو. دا په داسې حال کې چې له ګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه ايران، پاکستان او همدا راز ترکيې څخه د افغانستانستان د وګړو شړل او نيول په بې مخينې توګه دوام لري. کومو پخوانيو نظاميانو چې په دې هيواد کې د پناه غوښتنې هڅه کړې، هلته وضعيت سخت اندېښمنوونکی ګڼي او وايي چې تل له خطر سره مخ وي. دوی له نړيوالو بنستونو او هغو هيوادونو څخه چې د دوو لسيزو پر مهال په افغانستان کې و، غواړي چې د دوی مصونيت او يا هم درېيم هيواد ته يې انتقال ته پام وکړي.
