اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو ځوان د چاقو په ګوزار وژل شوی دی.
ارزګان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې پیښه تېره شپه (شنبه، ۳۱ د چنګاښ) د مرکز ترینکوټ ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د دوو کورنیو ترمنځ په یوې کلیوالي موضوع شخړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې د حمیدالله په نوم یو ځوان د مقابل لوري لخوا د چاقو په ګوزار وژل شوی دی.
هغه وایي، چې د حمیدالله د وژنې په تور یې یو کس نیولی او دا مهال ترې څیړنې روانې دي.
په سویلي ولایتونو کې ډیر کله د ځمکې، اوبو او نورو کلیوالي موضوعاتو پر سر شخړې رامنځته کېږي چې ډیری یې له ځان سره مرګ ژوبله هم لري.
