د جلال اباد ښاریان د ښاري ماسټر پلان د تطبیق غوښتنه کوي

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي، چې په جلال اباد ښار کې د غیرې معیاري مارکیټونو، استوګنیزو کورونو او په ښار کې د موټرو تمځایونو نشتون له امله ښاري بې نظمي ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده.

د جلال اباد ښار یو اوسیدونکی الله‌محمد وایي، چې په ښار کې ورځ تربلې د خلکو شمیر مخ په زیاتیدو او ښار کوچنی دی چې له امله یې ښاري بې نظمي رامنځته شوې ده.

نوموړی له ښاروالۍ غوښته کوي چې په جلال اباد ښار کې دې ښاري ماسټر پلان تطبیق کړي، څو ښار پراخه او پکې دشته ښاري بې نظمۍ مخنیوی وشي.

الله‌محمد زیاته کړه: «جلال اباد ښار کې ښاري بې نظمي ډیره زیاته ده، له یوې څلور لارې څخه په نیم ساعت کې نشې تیریدلی او دغه راز خپلې ورځنۍ چارې هم په خپل وخت نشو ترسره کولای؛ له ښاروالۍ غوښتنه کوو چې ښاري ماستر پلان دې ژر عملي کړي چې په دې سره به تر ډیره شته ستونزې حل شي او اړینه ده چې باید ښاري ماستر پلان تطبیق شي.»

جلال اباد ښار کې د ګڼې ګوڼې له امله ورځ تر بلې ښاري بې نظمي زیاتیږي

نوموړی نیوکه کوي چې د ښار ټولو سوداګریزو مارکیټونو په ځمکتلو کې د ښاروالۍ د بې غورۍ له امله د نقشې خلاف د موټرو تمځایونه نه دي جوړ کړي، چې له امله یې ورځ تربلې ښاري بې نظمي او ګڼه ګوڼه په زیاتیدو ده.

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی احمدالله هم د ښاري ماسټر پلان عملي کیدو د چارو د دوام غوښتنه کوي.

د نوموړي په خبره د تیر جمهوري حکومت پرمهال د جلال اباد ښار ماسټر پلان د عملي کولو چارې پېل شوې وې، چې له نظام پرځیدو سره بیرته په ټپه دریدلې دي.

د هغه په وینا د جلال اباد ښار د مختلفو سیمو ګڼ اوسیدونکي له دې وېرې، چې یوه ورځ به یې د ښاري ماسټر پلان له عملي کیدو سره کورونه او تاسیسات تر نقشې لاندې راځي، نوې ودانۍ نه جوړوي او هغوی، چې جوړې کړي هم دي ورته اندیښمن دي.

احمد الله زیاتوي: «مونږ په جلال اباد ښار کې د ښاري ماستر پلان د ژر عملي کیدو غوښتنه کوو، ځکه که ښاري ماستر پلان عملي نشي نو په ښار کې به ګنه ګوڼه نوره هم زیاته شي او دغه راز اوس هم خلک په تشویش کې دي چې کیدای شی د طالبانو له لوري ماسټر پلان عملي شي؛ نو له دې ویرې ډیر خلک اوس ودانۍ هم نه جوړوي او هغه چا چې جوړې کړي اندیښنې یې ډیر دي چې کورنه یې د ماسټر پلان د نقشې خلاف نه وي او له منځه لاړ نشي.»

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پښتونستان واټ

د جلال اباد ښار د لومړي ناحیې اوسیدونکی شرافت چې غواړي د استوګنې لپاره نوې ودانۍ جوړه کړي وایي، د ښاري ماسټر پلان له امله یې د کور جوړولو چارې ځنډیدلي او نه پوهیږي چې د کور ځای به یې د ماسټر پلان په نقشه کې وي او که نه؟

نوموړی پر ښاروالۍ هم نیوکه کوي او وایي، په څو ځلي یې د خپل ځای اسناد ښاروالۍ ته ور وړي خو تراوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

شرافت زیاته کړه: «ما دا څلور بیسوې ځای د طالبانو له حکومت مخکې اخیستی او اوس درې میاشتې کیږي، چې غواړم دلته پرې ځان لپاره کور جوړ کړم خو خلک وایي، چې دا ځای دې ماستر پلان خلاف دی او ما خپل اسناد دوه نیمې میاشتې کیږي چې ښاروالۍ ته ور وړي خو تراوسه یې هیڅ ځواب نه دی راکړی او هم یې راباندې کار بند کړی دی. زما په شان زیاتره خلک له همدې ستونزې سره مخ دي نو له ښاروالۍ غواړو که ماسټر پلان عملي کوي ژر دې وکړي چې خلکو ته معلومات وشي چې د چا کورونه پکې له منځه ځي.»

ګڼ نور ښاریان هم ورته شکایت کوي او وایي، د ښاري ماسټر پلان د پلي کیدو اوازې خپریږي، خو تراوسه یې چارې نه دي پېل شوي چې له امله یې زیاتره خلکو د کورونو جوړولو چارې درولي او له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وایي، د ښار پراخوالي لپاره پر ماسټر پلان کار روان دی.

د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین وایي، د ښار د پراخوالۍ لړۍ یې د ماسټر پلان مطابق روانه کړې ده

د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ویاند بختي جان مراد وایي، د جلال اباد ښار پراختیا په موخه يې ماسټر پلان جوړ کړی او د عملي کیدو چارې یې عملآ پېل شوي دي.

د مراد د معلوماتو له مخې د ښاري پراختيا، د غصب شوو ځمکو را ګرځول، د خپلسرو ودانيو تخريب او نور سهولتونه په ياد پلان کې نوي ممکنه تغييرات دي.

مراد زیاتوي: «مونږ په جلال اباد ښار کې د ښاري ماسټر پلان مطابق چارې پېل کړي، چې په دې لړ کې مو د ښار په مختلفو برخو کې هغه لارې او کوڅې چې له کلونو راهیسې بندې وې خلاصې کړي او دغه راز مو زوړ ښار ساحه کې هم د بیارغونې کارونه پېل کړي؛ د ښار د پراخوالي په لړ کې د درمسال شاته دوه سړکونه، د محبس شاته یو سړک، د انګور باغ او تالاشۍ څلوري ترمنځ سړکونه خلاص شوي او د ښار د پراخوالي لړۍ د ماستر پلان مطابق روانه ده.»

د جلال اباد ښار ماسټر پلان کلونه مخکې جوړ شوی، خو ويل کېږي د کورنيو جګړو او  انقلابي شرایطو له امله يې د تطبيق لپاره زمينه نه ده برابره شوې.

جلال اباد ښار چې کلونو وړاندې د کم نفوس په موخه جوړ شوی اوس يې د اوسېدونکو شمېر تر پنځه سوه زره اوړي چې د ښار هره برخه کې ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.

له ګاونډي هیواد پاکستان څخه په پراخه کچه د کډوالو بیرته را ستېدل، په جلال اباد ښار کې د رغیدونکو لوړ پوړیو ودانیو زیاتوالی او نور ګڼ هغه لاملونه دي چې، جلال اباد ښار اوسني نفوس ته په کتو مناسب نه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه