اطلاعات روز: په هلمند ولايت کې د طالبانو ځايي مسولين وايي چې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د خپلمنځي شخړو پر مهال يو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره د طالبانو مرستيال محمد قاسم رياض وايي چې دا پيښې د هلمند په باباجي، نوزاد، نادعلي، سنګين او موسی کلا ولسواليو کې د تيرې يوې اونۍ پر مهال رامنځته شوې دي.
د نوموړي په وينا چې د دې پېښو لاملونه بېلابېل دي.
د طالبانو ياد مسوول وايي چې په شخړو کې يو شمېر ښکيل کسان نيول شوي او د پاتي نورو کسانو د نيولو هڅې روانې دي.
