کابل ته د دراني سفر؛ طالبان: د پاکستان دولت بايد له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې تعقيب کړي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی چې په کابل کې طالب چارواکو د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني ته ويلي دي چې دا هيواد دي د پاکستاني طالبانو پر خلاف د زور کارولو پر ځای له هغوی سره د سولې خبرې وکړي.

پاکستان تېره اونۍ خپل ځانګړی استازی کابل ته ولېږه تر څو روښانه پيغام ورکړي چې د طالبانو حکومت بايد د تحريک طالبان پاکستان پر خلاف غوڅ اقدام وکړي.

د ايکسپريس ټريبيون په وينا، د افغانستان طالبانو تر يو شمېر ناستو وروسته دراني ته ويلي دي چې پاکستان بايد د زور کارولو پر ځای د سولې لار تعقیب کړي.

له دې ناستو يوې باخبره سرچينې ايکسپريس ټريبيون ته ويلي دي چې د افغانستان د طالبانو رهبرۍ ته په واضحه توګه ويل شوي دي چې د تحريک طالبان پاکستان په وړاندي د پاکستان صبر نور پای ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې زهرا بلوچ په اونيزه خبري غونډه کې ويلي دي چې د تروريزم موضوع د پاکستان لپاره جدي توګه اندېښمنوونکې موضوع ده.

دې زياته کړې ده چې پاکستان بيا – بيا او د طالبانو له چارواکو سره په هر تعامل کې دا موضوع هغوی ته ور ياده کړې ده.

دې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا درانی به له پولې د دباندي تروريزم موضوع د طالبانو له چارواکو سره مطرح کړي، وويل: «موږ د افغانستان له خاورې د خپرېدونکي د ګواښ په اړه خبرې کړې دي.»

ايکسپريس ټريبيون ليکلي دي چې که څه هم پاکستان د تحريک طالبان پاکستان پر خلاف پر اقدام کولو ټينګار کوي، خو د افغانستان د طالبانو حکومت پر دې لار تللو ته نه دی تيار.

د سرچينو په وينا، د طالبانو د لومړي وزير مرستيال د پاکستان استازي ته وړانديز کړی دی چې د زور کارولو پر ځای دي «د سولې لار» تعقيب کړي.

دې سرچينو زياته کړې ده چې د تحريک طالبان پاکستان پر خلاف د افغانستان د طالبانو نه اقدام يوه بديهي خبره ده. کابل يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي دي چې له تحريک طالبان پاکستان سره دي د سولې خبرې پيل کړي.

پاکستان د تحريک طالبان پاکستان د بريدونو تر زياتېدو وروسته، له دې ډلې سره د سولې خبرې ځنډولې دي.

د پاکستان ملکي او نظامي رهبرۍ پرېکړه کړې ده چې نور له تحريک طالبان پاکستان سره خبرې نه کوي او دا خبرې به يوازي هغه وخت کېږي چې تحريک طالبان پاکستان تسليم شي.

د طالبانو د لومړي وزیر مرستيال مولوي عبدالکبير دراني ته ويلي دي چې پاکستان دي پر جنګ سولې ته ترجېح ورکړي. ده زياته کړې ده چې په افغانستان کې د جنګ ترخې تجربې ته په پام، پاکستان ته سپارښتنه کوي چې مذاکراتو ته مخه کړي.

مولوي عبدالکبير زياته کړې ده چې په پاکستان کې سوله د افغانستان په ګټه ګڼي او په دې هيواد کې تاوتريخوالی د افغانستان زيان بولي.

ده د پاکستان استازي ته ډاډ ورکړی دی چې د طالبانو حکومت د ټولو هيوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې سياست لري. مولوي عبدالکبیر ادعا کړې ده چې افغانستان به اجازه ورنه کړي چې خاوره دي يې د پاکستان په ګډون د بل هيواد پر خلاف وکارېږي.

سرچينو ويلي دي چې درانی به د خپل سفر د پايلو او خپلې ارزونې په اړه د پاکستان دولت ته خبر ورکړي؛ خو ناشونې ده چې پاکستان دي د افغانستان د طالبانو وړانديز ومني.

دې سرچينو ويلي دي چې پاکستان به د لېږل شوي ځانګړي استازي نظرياتو ته په پام خپله ستراتېژي جوړه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه