اطلاعات روز: سرچینې خبر ورکوي چې د ننګرهار په خوږیانو ولسوالۍ کې یو کس د غره ښویدنې له امله مړ شوی دی.
د سیمې اوسیدونکی اکرام الله وایې چې پېښه نن (شنبه، ۳۱ دچنګاښ) سهار شاوخوا نهه بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «ټټنګ» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو «سکواټر» ماشین د ګچو د کان په کیندلو بوخت و.
په همدې مهال کې غر ښویدلی او له امله يې د «سکواټر» ماشین چلوونکی لاندی شوی او مړ شوی دی.
اکرام الله زیاتوي: «نن سهار نهه بجې د خوږیاڼو ټټنګ ساحه کې یو سکواټر ماشین چلوونکی چې هلته د ګچو د کان په کیندلو بوخت و، غر پرې ښویدلی او ماشین چلوونکی یې لاندې کړی چې بیا یې خلکو مړی راویستلی.»
د خوږیاڼو په ټټنګ سیمه کې د ګچو درې کانونه شاوخوا دوه کاله وړاندې کورنیو قراردادي شرکتونو ته ورکړل شوي چې ټاکل شوې ده له مخې به يې ګچ په مسلکي توګه استخراجېږي.
