اطلاعات روز: د کندهار ښار د درېيمې حوزې اړوند «حضرت بلال مسجد» په سيمه کې يو زوړ دېوال نړېدلی او له امله يې د يوې کورنۍ درې غړي مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
کندهار کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند حافظ صابر وايې چې ياده پېښه پرون (جمعه، ۳۰ د چنګاښ) ماخستن مهال هغه وخت را منځ ته شوې چې د دې کورنۍ ټول غړي په سرای کې بيده و.
د ده په وينا چې د کور مالک، ميرمن او زوی يې په مړو شويو کسانو کې شامل دې او دوې لوڼې او دوه زامن یې ژوبل دي.
صابر ويلي چې د پېښې مړه او ژوبل د طالبانو د ځايي پوليسو له خوا ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال شوي او د ژوبل شويو حالت یې ډاډمن ياد کړی.
