اروپایي ټولنې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب سره د مبارزې په موخه له افغانستان سره ۷.۶ میلیونه یورو مرسته وکړه

© EUROPEAN UNION

اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان کړی چې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب سره د مبارزې په موخه يې له افغانستان سره د يوې زراعتي پروژې له لارې ۷.۶ ميليونه يورو مرسته کړې ده.

د اروپايي ټولنې د اعلاميې له مخې چې نن (پنج‌شنبه، ۲۹ د چنګاښ) يې خپره کړې، دا پروژه د «افغان ايډ» په نوم بنسټ له لوري په بدخشان، دايکندي، غور، جوزجان، سمنګان او تخار ولايتونو کې عملي کېږي.

د اروپايي ټولنې د استازولۍ په اعلاميه کې راغلي، چې په دې پروژه کې د بزګرانو د ملاتړ، د غذايي موادو د توليد د ښه کولو او للمي ځمکو د بيا ژوندي کولو له لارې د غذايي ناامنۍ هغو اندېښمنوونکو کچو ته رسيدګي کېږي چې زيانمنونکې برخې يې اغېزمنې کړې دي.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې په افغانستان کې ۱۷.۲ ميليونه وګړي له سختې ناامنۍ کړېږي او همدا راز دا هيواد د اقليمي بدلونونو له وجې تر ټولو ډېر زيانمنېدونکی هيواد دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرستې رافائيلا اديس ويلي، چې دا ټولنه او شريکان يې اصولي چلند ته ژمن دي او ډاډ تر لاسه کوي چې ښځې او نارينه په پروژو کې ګډون کوي او ترې ګټه ترلاسه کړي.

دې زياته کړې، چې اروپايي ټولنه ژمنه ده چې د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه په محلي ټولنه کې له هغو کورنيو سره چې مشري يې ښځې کوي او خپلې اړتياوې نشي پوره کولای، مرسته وکړي.

د «افغان ايډ» موسېسې بنسټګر چارلز ډيوي ويلي، چې د افغانستان ډېری وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري، ډېره مهمه ده چې د زيانمنونکو وګړو د ملاتړ په موخه د زيات غذايي توليد او د هغوی د عايد د زياتوالي په برخه کې نور اقدامات وشي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او اوس مهال په هيواد کې ۲۸.۸ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.

پراخ اقتصادي کړکېچ د هيواد د وګړو تر منځ په بېلابېلو کچو غذايي ناامني زياته کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه