اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) وايي چې په «تاوتريخجنه توګه» د ښځينه سينګارګرو د سولييز لاريون ځپل «په ژوره توګه اندېښمنوونکي» دي.
د ملګرو ملتونو د سازمان سياسي استازولۍ نن (چهارشنبه، ۲۸ د چنګاښ) په يوه ټويټ کې ليکلي دي چې د افغانستان وګړي حق لري چې له تاوتريخوالي سره له مخامخ کېدلو پرته خپله عقيده ښکاره کړي او طالبان بايد دې ته پام وکړي.
يوناما د ښځينه سينګارتونو تړل کېدل په افغانستان کې د طالبانو له لوري د «ښځو له حقونو وروستی انکار» بللی دی.
نن سهار يو شمېر ښځو د طالبانو له لوري د ښځينه سينګارتونو د تړل کېدو په غبرګون کې د کابل ښار ته راووتلې او لاريون يې وکړ.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته د لېږل شويو ويډيوګانو او غږيزو پيغامونو پر اساس، طالبانو په هوايي ډزو او تاوتريخوالي سره دا اعتراض وځاپه.
ويل کېږي چې طالبانو يو شمېر ښځينه معترضينې نيولې هم دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ټول هيواد کې ښځينه سينګارتونو ته وخت ورکړی چې د زمري مياشتې تر درېيمې پوري خپل فعاليت ودروي.
ويل کېږي چې د دې سينګارتونو په تړل کېدو سره تر ۶۰ زره زياتې ښځې بېکاره کېږي.
