اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ځوانانو د یوې ټولنې مشر «ناپیژانده وسله والو» په ډزو وژلی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی عصمت الله وایي، چې وژل شوی کس توریالی رستم خیل نومیده چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د چهارباغ سیمې د ځوانانو مشري یې کوله.
نوموړی زیاتوي رستم خیل څو ورځې وړاندې کور ته پر لاره و، چې ناپيژانده وسله والو اختطاف کړ او نن ( چهارشنبه، ۲۸د چنګاښ) یې خلکو د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې جسد موندلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد کس لومړی په ډزو ویشتل شوی او بیا یې جسد د کونړ سیند ته غورځول شوی دی.
تراوسه د یادې پېښې انګیزه نه ده معلومه او نه هم طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي، چې طالب چارواکو یې تر ډیره علت شخصي دښمني بولي.
