اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې یې دوه کسان د اخلافي فساد په تور په دُرو وهلي دي.
د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند سلامت خان زرقاوي وایي، چې یاد کسان یې نن (سې شنبه، ۲۷ دچنګاښ) سهار ۸:۰۰ بجې د مهترلام اړوند «عیدګاه» مسجد انګړ کې ۳۰–۳۰ دُرې وهلي دي.
نموړی زیاتوي، چې دغه کسان د «تعزيري سزا» ترڅنک په يو کال بند هم محکوم شوي دي.
د هغه په خبره یادو کسانو ته د طالب چارواکو او عامو خلکو په مخ کې سزا ورکړل شوې ترڅو ولسي خلکو لپاره عبرت شي.
له دې نږدې یوه میاشت وړاندې په لغمان کې یو کس په عام محضر کې د طالبانو د محکمې له لوري «قصاص» شو.
دا په تیرو څو میاشتو کې دریم ځل دی چې په دغه ولایت ۱۴ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهل کیږي.
