اطلاعات روز: د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ بدیوا کلی، چې زرګونه کورنۍ پکې ژوند کوي شکایت کوي، چې د پاکو اوبو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د پاکو اوبو نشتون یې ژوند سخت تریخ کړی او نیوکه کوي، چې تر اوسه یې چا د ستونزې د حل لپاره کوم ګام نه دی اخېستی.
دوی وايي، پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله اړ دي، چې د خپلې اړتیا د رفع کولو په موخه له شاوخوا یو کېلو متر لېرې چینو او یا هم د «خوړ» اوبو راوړي، چې په خبره یې دا اوبه هم د استفادې وړ نه دي؛ خو بدې ورځې اړ ویستي، چې خپلې اړتیاوې په ناپاکو اوبو حل کړي.
د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي شاه واعظ وايي، د پاکو اوبو نشتوالي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي، چې دې چارې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.
نوموړی زیاتوي: « پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو، زمونږ زنانه یا ماشومان خوړ نه اوبه راوړي، چې هغه اوبه هم صفا نه دي، چې دې خوړونو ته خامخا کوم تشنابونه وي اوبه یې دې خوړ ته کوزېږي، هغه ځای نه اوبه جیګوو، چې ماشومانو ته اسهال پیدا کېږي، د سترګو کمزوري پیدا کېږي.»
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې په سیمه کې د پاکو اوبو رسونې څو شبکې جوړې شوې وې، چې اوس مهال ۹۰ سلنه تخریب شوي، چې دوی ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی.
د کامدېش ولسوالۍ ځايي اوسېدونکی یوسف جان د دغو شبکو د تخریب لامل د شبکو په ساختماني چارو کې فساد، د بې کیفیته موادو استعمال او د مسوولینو نه پاملرنه یادوي.
یوسف جان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «تېر نظام کې څه د اوبو شبکې زمونږ جوړې وې، چې هغه د ناسالم مدیریت له امله له منځه تللي او تخریب شوي ۹۰ فیصده تخریب شوي دي او مونږ د صفا اوبو په برخه کې ډېر مشکلات لرو.»
حاجي شاه واعظ وايي، له تېرو څو لسیزو را هیسې ورسره دوه ګونی چلند روان دی او د وخت حکومتونو یې د ستونزو د حل لپاره هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
نوموړی د طالبانو له حکومت او اړوندو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې په کامدېش ولسوالۍ کې د پاکو اوبو نشتوالي ستونزې حل لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
حاجي شاه واعظ زیاتوي: « اسلامي امارت او خیریه موسېسو نه مو غوښتنه داده، چې زمونږ لپاره دستي کار وکړي؛ ځکه مونږ هم ددې وطن اوسېدونکي یو خیر دی، چې لېرې د غره لمن کې قرار لرو؛ خو د افغانستان خلک یو.»
هڅّه مو وکړه، چې کامدېش ولسوالۍ کې د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي او په دې برخه کې د ولسي وګړو د شته ستونزو په تړاو نورستان کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره–سره بیا هم هغوی د اطلاعات روز ورځپاڼې اړیکې او پیغام ته ځواب ورنه کړ.
د کامدېش ولسوالۍ ځايي خلک دغه راز نیوکه کوي، چې د جمهوري حکومت په تېره شل کلنه دوره کې څنډې ته ساتل شوي وو او د ستونزو د حل لپاره یې د عمل پرځای یوازې د ژمنو په تازه کولو اتکاء شوې وه.
ولسي خلک زیاتوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې هم له ځايي خلکو سره د ستونزو د حل او په بېلابېلو برخو کې د آسانتیاوو د را منځته کولو غوړې ژمنې کړي، خو په وینا یې طالبانو هم د ژمنو په تازه کولو بوخت ساتلي او تر اوسه یې په سیمه کې د پام وړ کار نه دی کړی.
