د پاکستان دفاع وزير: د طالبانو دريځ ته له پام پرته، د تروريزم جرړو ویستو ته ژمن یو

AFP/File

اطلاعات روز: د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد آصف ويلي، چې دا هيواد په افغانستان کې د طالبانو دريځ ته له پام پرته د تروريزم جرړو ايستلو ته ژمن دی.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد د خبرو په ځواب کې کړې دي. په رسنيو کې مجاهد ته په منسوبو خبرو کې ويل شوي چې طالبانو له امريکا سره د دوحې هوکړه ليک لاسليک کړی او له پاکستان سره به بېل چلند کوي.

د ټويټر يوه کاروونکي ليکلي، چې د طالبانو دا دريځ په دې معنا دی چې دغه ډله د دوحې د هوکړه ليک له مخې مکلف ده چې يو شمېر اورپکي مهار کړي، نه ټول؟

خواجه محمد آصف دا ټويټ بيا خپور کړی او ورسره ليکلي یې دي چې «د افغانستان دريځ ته له پام پرته، پاکستان له خپلې خاورې د تروريزم د جرړې په ايستلو کې ژمن دی، که له هرې سرچينې وي.»

ده ټينګار کړی، چې پاکستان به د کابل دريځ ته له پام پرته چې په خپلو پولو کې دننه د اورپکو د مهارولو اراده لري او که نه، له تروريزم سره مبارزه وکړي.

خواجه محمد آصف وړاندې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د غړو د شتون له ادعا سره ويلي و چې د افغانستان طالبان د دوحې تړون ته ژمن نه دي.

ده په يوه ټويټ کې ليکلي و، چې طالبان نه د ګاونډيتوب او نه هم د ورورولۍ حق ادا کوي او نه هم د دوحې تړون ته ژمن دي.

ده زياته کړې وه: «له تېرو ۴۰ – ۵۰ کلونو راهيسي له ۵۰ لکو څخه تر ۶۰ لکو افغان وګړي د کډوالۍ د ټولو حقونو په درلودلو په پاکستان کې اوسي، خو برعکس کوم تروريستان چې د پاکستانيانو وينې بهوي، کولای شي د افغانستان په خاوره کې پناه واخلي.»

په پاکستان کې تر وروستيو بريدونو وروسته، د دې هيواد پوځ هم «په پاکستان کې په تروريستي اقداماتو کې د افغان وګړو د ښکېلتيا» له وجې خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ اعلاميه چې د تېرې جمعې په ورځ خپره شوه، پکې ويل شوي چې هيواد يې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د غړو د پناه ځايونو او ازاد تګ-راتګ په تړاو جدي اندېښنې لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه