د هیواد په سویلي حوزه کې پرلپسې سختې وچکالۍ د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی چې د دغې حوزې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمیر ولسوالیو کې خلک د وچکالۍ له کبله د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.
د هلمند د شمالي ولسوالیو اوسيدونکي چې د کاريزونو له اوبو استفاده کوي سږکال پکې زيات شمیر کاريزونه وچ شوي او خلک يې کډه کولو ته اړ شوي دي.
د سنګين ولسوالۍ يو اوسيدونکی لعل ګل وايي، د وچکالۍ له سختې څپې سره مخ دي او هرکال تر بل یې سیمه کې اوبه کمیږي، چې سږکال یې آن د څکلو اوبو ته هم لاسرسی نه درلود او نه هم کومه حل لاره ورمعلومه ده.
نوموړي وویل: «زموږ په سيمه کې ډيره شديده وچکالي ده هر کال د ځمکي اوبه څو متره ښکته کېږي، خو سږکال ټول کاريزونه وچ شوي او هيڅ نه دي پاتې.»

د سنګين ترڅنګ د هلمند همدغه شمالي لوري ته د نوزاد ولسوالۍ هم د وچکالۍ سختې څپې وهلې او خلک یې د څښاک اوبو پیدا کولو په موخه څو کیلو مټره پلي مزل کوي.
د دغې ولسوالۍ يو اوسيدونکی محمدصادق وايي، چې په خپل کور کې یې د اوبو يو څاه درلوده چې سږکال وچه شوې او دوی اړ شوي چې يوازې د څښاک اوبو پیداکولو لپاره ساعتونه پلي مزل وکړي.
هغه زیاته کړه: «کور کې اوبه نشته د اوبو څاه مو درلوده هغه وچه شوې کله يې د يوې سيمې څخه راوړو او کله يې د بلې سيمې څخه راوړو سخت په ستونزو کې يو.»
د دې ولسوالۍ خلک چې له سختې وچکالۍ کړیږي وایي، راتلونکي کلونو کې هیڅ هېله نه لري چې آن د څښاک اوبو ته دې هم لاسرسی پیدا کړي.
هلمند کې د وچکالۍ له امله نه يوازې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی سخت شوی بلکې سږکال د سختې وچکالۍ له امله دغلته ۵۰ سلنه باغونه هم وچ شوي دي.
د دې ولايت د کرنې رياست لپاره د طالبانو مسوولين وايي، د سږکال وچکالۍ په شمالي هلمند کې ۵۰ سلنه ميوه لرونکي او غيرې ميوه لرونکي باغونه وچ کړي دي.

دغه راز د هلمند د واشېر ولسوالۍ اوسيدونکي هم د اوبو د کمښت څخه شکايتونه کوي.
د دې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ چې د اوبو د کموالي له امله کډه شوي خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت د دوام په صورت کې به د واشېر ټول اوسیدونکي خپل کورونه پریږدي.
د يادې ولسوالۍ يو اوسيدونکی رحمت الله وايي، چې اوبو ترلاسه کولو لپاره يې د کورنۍ دوه کسان مکلف کړي ترڅو د بېلابېلو سيمو څخه د څښاک پاکي اوبو پر موټر سايکلونو راوړي.
نوموړي وویل :«زموږ په ټول کلي کې هيڅ اوبه نشته هيڅ نه پوهيږو چې اوبه له کومه کړو دغه اوس زموږ د ډيرو کليو څخه خلک د اوبو د نشتون څخه نورو سيمو ته کډه شوي که راتلونکي کلونه دلته اوبه پیدا نه شي د ټولې ولسوالۍ خلک به خپلې سيمې پريږدي.»

ځايي طالب مسوولين هم په هلمند ولايت کې د اوبو د نشتون ستونزه منې او زياتوي چې سږکال په ټول هلمند ولايت کې د اوبو اندازه په بېساري ډول ښکته شوې ده.
مسوولین زیاتوي، چې د اوبو د کمښت ستونزه يې د طالبانو له مرکزې ادارې سره شريکه کړې او هېله لري چې دا ستونزه هواره شي.
د هلمند د کليو او بیارغونې لپاره د طالبانو رییس محمود ثاني وايي، چې د مرکز لښکرګاه په ګډون ټولې ولسوالۍ د اوبو شبکو ته اړتيا لري او هېله لري چې نړيوالې مرسته کوونکې ادارې له دوی سره مرستې وکړي.
د هلمند اوسيدونکي په داسې حال کې له وچکالۍ سرټکوي چې دغلته د هلمند سیند د هیواد د دوو لویو اوبیزو سرچینو څخه ګڼل کېږي.
تېرکال اوچا په خپل کلني راپور کې خبر ورکړی و چې ۱۴۰۲ کال به په افغانستان کې يوسخت او د وچکالۍ ډک کال وي.
