هلمند کې د طالبانو د قول اردو قومندان د ۸۰ لکه افغانیو په بدل کې دویمه کوژده وکړه

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچينې وايي، چې په دې ولايت کې د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو قومندان مولوي شرف الدین تقي د ۸۰ لکه افغانیو په بدل کې دویمه کوژده کړې ده.

هلمند کې دوو باوري سرچينو د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې د طالبانو دغه قومندان تېره ورځ (جمعه، ۲۳ د چنګاښ) د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې کوژده کړې ده.

شرف الدین تقي چې اصلي د موسی کلا ولسوالۍ اوسیدونکی دی د خلکو ترمنځ په دې مشهور دی چې وخت ناوخت خپل کور ته په نظامي چورلکه کې په رخصتۍ ځي.

نوموړي د طالبانو بیا واکمنېدو سره ارزګان د دغې ډلې والي وټاکل شو، چې وروسته د وسلو په «غلا» او پلور تورن او د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري له دندې ګوښه او وروسته یې د هلمند د قول اردو د قومندان په توګه وټاکه چې اوس په دغه دنده پاتې دی.

د طالبانو مخکښ قومندانان په داسې حال کې دویم او دریم ودونه کوي چې د دغې مشر له خپلو کسانو غوښتي چې له اړتیا پرته د څو ودونو له کولو ډډه وکړي.

دوه اونۍ وړاندې لغمان کې د طالبانو والي هم د یوې کم عمره نجلۍ سره د ۲۵ لکه افغانیو په بدل کې کوژده وکړه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه