د ننګرهار اوسیدونکي د نویو چاپ شویو افغاني بانکنوټونو پر ژر ویش ټینګار کوي

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي، چې د افغاني بانکنوټونو د زړیدو او نه چلښت له امله ډیر کله د عامو خلکو او  هټۍ والو ترمنځ ناندرۍ پېښیږي.

د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اوسیدونکی فریدالله وایي، افغاني بانکنوټونه آن دومره زاړه شوي چې نه یوازې د راکړې ورکړې پرمهال خپل ارزښت له لاسه ورکوي بلکې هټۍ وال او د وسایطو چلوونکي یې ترې هم په اسانۍ نه اخلي.

فریدالله زیاتوي: «د افغانیو بانکنوټونه ډیر زیات زاړه شوي او کله یې چې مونږ د راکړې ورکړې پرمهال دوکاندار ته ورکوو، نو د ډیر زړښت له امله یې ځینې برخې له منځه ځي او بیا یې په اسانۍ دوکانداران نه اخلي ټول خلک له دې ستونزې سره مخ دي نو په کار ده چې حل لار یې پیدا شي.»

عام خلک وايي، دوی ته د هټۍ والو او بانکونو له خوا زړې افغانۍ ورکول کېږي، خو کله یې چې بېرته بازار ته د توکو اخیستو لپاره وړاندې کوي هټۍ وال او موټر چلوونکي یې ترې نه اخلي.

شریفه نیک زاد چې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې دی هم ورته شکایت کوي هغه وایي، افغاني بانکنوټونه نور په بازارونو کې د چلښت وړ نه دي.

د هغې په خبره هره میاشت د معاش اخیستلو پرمهال په بانکونو کې له دوه زرو آن تر درې زرو پورې لسګون، شلګون بانکنوټونه ورکول کیږي، چې بیا یې په صرافیو کې په نویو پېسو بدلولو پرمهال ترې درې سوه افغانۍ اخیستل کیږي.

نوموړې د طالبانو له حکومت غواړي چې نوې چاپ شوې پیسې بازار ته وړاندې کړي.

نیک زاد زیاتوي: «زما په شمول زیاتره ښوونکي چې کله په بانکونو کې معاش واخلو نو په هر معاش کې له دوه آن تر درې زرو پورې لس ګون، شل ګون او پنځوسي افغانۍ وي او دا دومره زړې وي چې بیا یې په بازار کې نه ریکشاوان اخلي او نه دوکانداران ډیر کله یې په صرافۍ کې د پېسو په تاوان سره په نویو بدلوو؛ له افغانستان بانک غوښتنه کوو چې نوي چاپ شوي بانکنوټونه دې بازار ته زر وړاندې کړي څو دا ستونزه پای ومومي او هم به د افغانیو خپل ارزښت پاتې شي.»

نیاز محمد چې په جلال اباد ښار کې ریکشا چلووي هم له ورته ستونزې کړیږي او وایي، د زړو بانکنوټونو ستونزه ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده او حکومت ته په کار ده، چې نوي چاپ شوي بانکنوټونه ژر باراز ته عرضه کړي.

نیاز محمد زیاته کړه: «چیرته چې زاړو بانکنوټونه وي هغه خلک ریکشې والا ته ورکوي او نوي نه ورکوي، مونږ ته چې زړې افغانۍ راکړي بیا یې نه سوارلۍ اخلي، نه دواکاندار او بیا همدا زړې پېسې بیرته په مونږ پاتې او تاوان وي نو له حکومت غوښتنه کوو چې زړې افغانۍ ختمې او نوې پېسې دې بازار ته وړاندې کړي.»

خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې زړې افغانۍ دې ختمې او نوې افغانۍ دې بازار ته راوباسي

د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې نه یوازې عام وګړي د زړو بانکنوټونو له شتون زوریږي، بلکې صرافان او دوکانداران په بازار کې د افغاني بانکنوټونو د کمښت ستونزه هم د پام وړ بولي.

عبدالبصیر چې په جلال اباد ښار کې صرافي کوي وایي، چې زړو بانکنوټونو صرافان هم په راکړې ورکړې کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

عبدالبصیر زیاته کړه: «زړې افغانۍ په بازارونو کې بیخي ل حده زیاتې شوي، د خلکو سره سره صرافان ته یې هم زیاتې ستونزې جوړې کړي ځکه زاړه بانکنوټونه به له مونږ څخه خصوصي او دولتي بانکونو مخکې په اسانۍ نه اخیستل، خو اوس چې دا پروسه پېلیږي مونږ ترې خوشاله یو او باید نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شي.»

بلخوا د افغانستان بانک چارواکی وایي، چې په ټول هیواد کې یې د تېرې غبرګولي میاشتې راهیسې په بازارونو کې د لسګون او شلګون زړو بانکنوټونو د را ټولولو او نویو بانکنوټونو د وېش پروسه پېل کړې ده.

د افغانستان بانک د ریاست دفتر لپاره د طالبانو امر صدیق الله خالد وایي، هېوادوال کولای شي د افغانستان بانک او د خصوصي بانکونو نمایندګیو ته په ورتګ سره د لسګون او شلګون مندرس بانکنوټونه په نویو هغو بدل کړي.

خالد زیاته کړه: «د افغانیو لویه برخه مندرس او زاړه شوي چې عام هیوادوال یې په ورځنیو راکړو ورکړو کې له ستونزو سره مخ کړي دي، افغانستان بانک د غبرګولي میاشتې په ۱۶مه  نېټه په ټول هیواد کې د زړو بانکنوټونو د راټولولو او په بدل کې د نویو بانکنوټونو د ورکړې پروسه پېل کړې او دا لړۍ دوام لري اوس مهال فقط لسګون او شلګون افغاني بانکنوټونه ویشل کیږي او په راتلوونکي کې به ۵۰ او ۱۰۰ ګون بانکنوټونه هم وویشل شی.»

بلخوا د اقتصادي چارو پوهان پر عامو خلکو نیوکه کوي چې په ورځني ژوند کې د پیسو ساتنې ته پام نه کوي، نو ځکه خو ډېر ژر له منځه ځي چې له همدې امله اوس په بازار کې افغانۍ له چلښت لوېدلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه