اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په دننه او بهر کې د خپلو سياسي استازوليو له کارمندانو غوښتي چې خپل صورت او سيرت دې له «نبوي سنتو او شرعي احکامو سره برابر» کړي.
دا لیک په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوی او په پای کې يې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي لاسليک کړی دی. د هيواد په داخل کې د سياسي استازوليو يوه کارمند اطلاعات روز ورځپاڼې ته د دې لیک تاييد کړی دی.
په دې لیک کې ويل شوي، چې د سياسي استازوليو استازي دې خپل لمونځونه په جماعت کوي او د طالبانو د دعوت او ارشاد رياست له طرز العمل سره سم دې په عقيدوي درسونو کې ګډون کوي.
طالبانو په ټولو ادارو کې پر کارمندانو جبري کړې چې ږيرې پرېږدي او لنګوټې وتړي يا هم خولۍ پر سر کړي.
دا ډله همدا راز د دولتي ادارو کارکوونکو ته عقيدوي درسونه ورکوي او له هغوی ازموينه هم اخلي.
