اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو طالب سرتیری مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وایي، چې دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ (چهار شنبه، ٢١ د چنګاښ) له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۰۰ بجې د دانګام ولسوالۍ په «شوکاڼو» سیمه کې را منځته شوې ده.
نوموړی وایي، یاده پېښه د یوه رېنجر موټر د چپه کېدو له امله را منځته شوې، چې له امله یې د پاخه عمر یو طالب سرتیری مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.
هغه زیاتوي، یاده ترافیکي پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې دغه طالب سرتېري له دانګام ولسوالۍ د کونړ مرکز اسعد آباد ته پر لار وو.
هیواد کې ډیری ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، ګړندي مزل او سړکونو د خرابوالي له امله را منځته کېږي.
