د عامه پوهاوي نشتوالی؛ کونړ کې یو شمېر کورنۍ لاهم خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه ورکوي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي خلک وايي، د دغه ولایت په مرکز او لېرې پرتو ولسوالیو کې لاهم ګڼې کورنۍ شته چې نه غواړي خپلو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي.

د دغه ولایت اوسېدونکي د کورنیو له لوري خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه تطبیقولو لامل د عامه پوهاوي نشتوالی او په دې برخه کې د معلوماتو نه درلودل یادوي.

د کونړ د مرکز اسعد آباد ښار اوسېدونکی او واکسیناتور محمد نبي وايي، داسې کورنۍ یې لیدلي، چې نه یوازې دا چې نه غواړي خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي؛ بلکې واکسیناتوران ګواښوي، چې د بل ځل لپاره دې سیمې ته د واکسین د تطبیق په موخه رانشي.

نوموړی زیاتوي، ډېر کله هڅه کوي هغو کورنیو ته قناعت ورکړي، چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي، خو په خبره یې له ډېرو هلو ځلو وروسته بیا هم د کورنیو د مخالفت له امله نه توانېږي د خپل مسوولیت په سیمه کې ټولو ماشومانو ته واکسین ورسوي.

محمد نبي دغه راز وايي: «زه خپله د پولیو واکسین رضا کار یم، هو داسې ډېرې کورنۍ دي، چې له پولیو واکسین څخه ډېره ډډه کوي او حتی مونږ ته اخطار راکوي، چې بل ځل رانشئ.»

نوموړی کم عمره ماشومانو ته د واکسین نه تطبیق او په دې برخه کې د یو شمېر کورنیو د مخالفت لامل د عامه پوهاوي نشتوالی یادوي.

محمد نبي له اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې د واکسین له تطبیق وړاندې دې په هغو سیمو کې د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره کړي، چې خلک یې د پولیو واکسین نه غواړي.

بل لور ته یو شمېر روغتیا پالان د کوچنیو ماشومانو د سالمې روغتیا په موخه د پولیو ضد واکسین ګټور بولي او په دې برخه کې د کورنیو له لوري ناغېړي خپلو اولادونو سره ستره جفا بولي.

د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی ډاکټر لعل محمد وايي، کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د هغوی د بدن د معافیتي سېستم په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي او باید ټولې کورنۍ د خپلو ماشومانو د سالمې روغتیا او ښې راتلوونکې په موخه خپلو اولادونو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي.

د هغه په خبره، هغه کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق نه کړي، نه یوازې دا چې ماشومان به یې له روغتیايي خطرونو سره مخ وي؛ بلکې تر فلج کېدو وروسته به د خپلو کورنیو د اوږو بار هم ګرځي.

ډاکټر لعل محمد د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه وویل: «په کوم انسان چې انتیجن (مکروب) حمله کوي، واکسین هغوی ته د بدن د دفاعي سېستم په حیث کار کوي. کله چې یو انسان ته د پولیو واکسین تطبیق شي هغه له فلج څخه خوندي کېږي او تاوان یې دادی، چې پولیو ناروغي یوه ویروسي او ساري ناروغي ده، چې کله دغه مکروب په انسان باندې حمله کوي، نو د دغه انسان د فلج کېدو سبب ګرځي او کله چې یو انسان فلج شي په ټول عمر کې به د فلج له رنځ څخه ځورېږي او دا ناروغي هېڅ درملنه نه لري.»

هڅه مو وکړه، چې په دې برخه کې کونړ کې د روغتیا ریاست لپاره د طالبانو د روغتیايي چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو او اوږده انتظار وروسته هغوی زموږ اړیکې او پیغام ته ځواب رانکړ.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دي، چې لا هم له پولیو ویروس په بشپړ ډول نه دي پاک شوي.

په روان لمریز کال کې د هیواد په ختیځ ننګرهار کې د پولیو ویروس پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له امله یې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یوې پنځه کلنې نجلۍ خپل ژوند هم له لاسه ورکړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه