اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو کارپوهانو په يوه ګډ خبري کانفرانس کې ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې په سيسټماټيکه توګه د ښځو او نجونو بشري حقونه محدود کړي او داسې چلند «جنسيتي اپارتايډ» کېدلای شي.
دا راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ او د ښځو او نجونو د تبعيض پر خلاف د کاري ډلې د رييسې دوروتي استرادا تانک له لوري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شوی دی.
دوی په دې راپور کې چې پرون (سېشنبه، ۲۰ د چنګاښ) د بشري حقونو پر ويبپاڼه خپور شوی، ويلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په نړۍ کې تر ټولو بدترين وضعيت تجربه کوي.
ريچارډ بېنټ ويلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له سخت تبعيض سره مخ دي چې ښايي جنسيتي ځورونه وي او د بشر پر ضد جنايت او جنسيتي اپارتايډ بلل کېدلای شي.
ده زياته کړې، چې داسې ښکاري چې طالبان د سيسټماټيک تبعيض له لارې غواړي پر ښځو او نجونو بشپړ کنټرول ولري.
استرادا تانک هم ويلي، چې که څه هم په دې وروستيو وختونو کې په بېلابېلو هيوادونو او د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې د ښځو او نجونو د حقونو پر خلاف منفي اقدامات شوي، خو د نړۍ په هيڅ ځای کې هم د افغانستان په څېر د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ او سيسټماټيک بريد نه دی شوی.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وينا، د طالبانو له لوري ورکړل شويو فرمانونو د ښځو او نجونو پر حقونو لکه د تګ-راتګ ازادي، جامو، زده کړو، کار، روغتيايي خدماتو او عدالت ته پر لاسرسي پراخ بنديزونه لګولي.
همدا راز د طالبانو بنديزونو په سياسي، عمومي، اقتصادي او ټولنيز-کلتوري ژوند کې د ښځو او نجونو پر ونډې پراخ اغېز کړی او د ښځو او نجونو پر خلاف يې کورنی تاوتريخوالی په بې مخينې توګه زيات کړی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې راپور کې ويلي، چې دوی په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د جنسيتي ځورونې په اړه ژوره اندېښنه لري او يادونه يې کړې چې د روم د اساسنامې پر بنسټ جنسيتي ځور د بشر پر ضد يو جنايت دی.
دا راپور همدا راز ټينګار کوي چې د ښځو پر زده کړو په بنديز سره افغانستان «په نړۍ کې يوازينی هيواد» دی چې هلته ښځې او ځوانې نجونې له منځنيو او لوړو زده کړو راګرځول کېږي.
