خوست کې د سېلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: خوست کې د وروستیو سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د ګڼو مالي زیانونو سربېره دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي. 

په خوست ولایت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست طالب مسوولین وايي، د تېرو دوو ورځو راهیسې د سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

په دغه ولایت کې پېښو ته د رسېدو طالب امر کلیم ګل محلي رسنیو ته ویلي، چې د ورښتونو او سیلابونو په مرکز، ګربزو ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې د خلکو ۲۵ کورونه نړولي او په خبره یې چې د بزګرانو پراخه کرنیزې ځمکې یې هم له منځه وړي دي.

خوست کې یوې بلې ځايي سرچینې بیا اطلاعات روز ته وویل، چې په ګربزو ولسوالۍ کې یو ۳۰ کلن ځوان د سېلاب اوبو راوړی خو هویت یې نه دی معلوم چې نوموړی د کومې سیمې اوسېدونکی دی.

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د ګربزو ولسوالۍ اړوند په بوریخېلو سیمه کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه رسېدلي او اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوست ترڅنګ په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي، د یادو ولایتونو طالب مسوولینو ویلي، چې دغه سېلابونه ځاني زیان نه لري خو د کرنیزو ځمکو سربېره د خلکو د استوګنې کورونه، د ښوونځیو او د دیني مدرسو ودانۍ تخریب شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه