یونیسف د نورستان لېرې پرتو سیمو کې څه باندې ۱۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولین وايي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لېرې پرتو سیمو څه باندې لس زره هغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې، چې تر دې وړاندې له زده کړو بې برخې وو.

د نورستان د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند حکمت الله تاند د نارینه او ښځینه زده کوونکو شمېر نه دی مشخص کړی، خو وايي د نړۍ والو مرستندویه بنسټونو په ملاتړ هڅه کوي، هغو نورو ماشومانو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي، چې له دغې پروسې پاتې شوي دي.

نوموړي وویل: « نورستان ولایت کې تقریباً ۱۰۵۰۰ هغه زده کوونکي چې په تېر کې له زده کړو محروم وو او مکاتبو ته یې رسیده ګي نه شوه کولی د زده کړو زمینه برابره شوې، چې په دغه برخه کې یونېسف مالي ملاتړ کړی.»

تاند دغه راز وایي، د دغه شمېر زده کوونکو د زده کړو لپاره یونېسف ٣٠٠ سیمه ییز ټولګي فعال کړي او هڅه کوي، چې د نړۍ والو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ سل سیمه ییز ټولګي نور هم جوړ کړي.

دی زیاتوي، چې دغه ټولګي یې د مرکز پارون په ګډون د نورستان په ټولو ولسوالیو کې فعال کړي او هغه ماشومان له زده کړو برخمن شوي، چې تر دې وړاندې د ښوونځیو د لېرېوالي او نورو لاملونو له امله له زده کړو بې برخې وو.

بل لور ته نورستان کې د یو شمېر ښوونځیو ښځینه زده کوونکې د زده کړو پرمهال له جدي ستونزو سر ټکوي.

د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د ودحو ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکې شبنم وایي، چې د ښوونځي سرپنا، کتابونو، قرطاسیې او پاکو اوبو نشتوالي یې زده کړې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

نوموړې د طالبانو له حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې نورستان کې د پوهنې د پیاوړتیا او په دې برخه کې د ستونزو د حل لپاره دې ځانګړی پام وکړي.

دغه زده کوونکې د طالبانو له لوري د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړلو دروازو اندېښمنه کړې او په هېواد کې د واکمنې ډلې دغه پرېکړه د خپلې روښانه راتلوونکې په برخه کې ستره ننګونه بولي.

شبنم وایي، لویه هېله او ارمان یې راتلوونکي کې ډاکټره کېدل دي او هڅه کوي، چې خپلې دې موخې ته ځان ورسوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لومړی دې ډلې په ټول هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړلې او وروسته یې نجونې له پوهنتونونو هم منع کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه