کونړ کې د پخواني نظام د یوه معلول سرتېري شکایت

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: کونړ کې د پخواني نظام یو سرتېری شکایت کوي، چې د تېر جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته او واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم یې د معلولیت حقوق ځنډول شوي او له تېرو دوو کالو را هیسې یې د معلولیت هېڅ ډول امتیاز نه دی ترلاسه کړی.

دی وايي، د طالبانو له لوري پر معلولو سرتېرو د امتیازاتو له قطع کېدو وروسته ټول له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې له امله یې د دوی د ژوند چارې ټکنۍ شوې دي.

د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکی شفیع الله چې د پخواني جمهوري نظام پرمهال یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پوځي دندې ترسره کړي او د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یې د یوه ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړې، اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي.

نوموړی وايي، تېر حکومت کې د معلولیت له نسبي حقوقو برخمن و، خو د طالبانو په واکمنۍ کې له خپلو ټولو حقونو بې برخې شوی او د طالبانو نظام یې غږ ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.

دغه معلول سرتېری وايي: «دا دولت مونږ ته هغه سل فیصدو کې لس فیصده هم نه را کوي، نو مونږ به بچیان په څه شي وساتو.»

نوموړی اوس مهال په معلول ځان د چپې درې ولسوالۍ په یوه کان کې د کان کیندونکو له وسایلو ساتنه کوي.

شفیع الله وايي، ډېرې ناچارۍ او د کورنۍ اقتصادي کړکېچ یې د یوازېني کوچني زوی د روښانه راتلوونکي مخه نیولې او د لوږې پر وړاندې د نسبي مبارزې لپاره یې له خپل ځان سره کوچنی زوی، چې دا وخت یې د زده کړو دی هم په درنو کارونو لګیا کړی.

نوموړی زیاتوي، که زوی یې له هغه سره د کار پرځای د ښوونځي پر لور قدم پورته کړي د ژوند له سختو او ترخو ورځو ـ شپو سره به مخامخ شي.

دغه معلول سرتېري وویل: « د زوی مې تعلیم د بې وسۍ، مجبورۍ او غریبۍ نه پاتې دی، که هغه ماته غریبي ونه کړي، زمونږ حالات خراب دي، ماښام ته څه شی نشته، مجبوره یم بچي ته ووایم چې بچیه، چې د ولږې مرو تعلیم نه تېر شه.»

د تېر پرځېدلي جمهوري نظام دغه معلول سرتېری د طالبانو پر حکومت او اړوندو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بسنټونو غږ کوي، چې د نوموړي د شته اقتصادي ستونزو د حل او د هغه د اولادونو د روښانه راتلوونکي په موخه یې دایمي اقتصادي ملاتړ وکړي.

بل لور ته کونړ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي نه مني، چې ګواکې د تېر جمهوري نظام معلولین دې یې له پامه غورځولي وي.

په دې ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو طالب رییس مولوي عبیدالله وايي، له ټولو معلولینو سره په یو ډول چلند کېږي او هڅه کوي، چې د ټولو معلولینو د حقونو ورکړې ته رسېدنه وکړي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه: «مونږ ته ټول معلولین یو شان دي او د دوی لپاره دغه ریاست جوړ دی، وزارت جوړ شوی دی او خدمت کېږي، مونږ ته چې کوم معلولین د تېر نظام دي او که زمونږ دي دا ټول یوشان معلولین دي او ټولو ته به حق ورکول کېږي.»

کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکي په داسې حال کې د معلولینو د ستونزو د حل ژمنې کوي، چې ولسي خلک د دغې ډلې له لوري د ژمنو پر عمل بې باوره شوي.

ځايي خلک وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې په بېلابېلو برخو کې د ستونزو د حل مکررې ژمنې کړي، خو تر اوسه د طالبانو سرپرست حکومت په ډېر شمېر مواردو کې د ژمنو په عمل کې پاتې راغلي دي.

کونړ مېشتي له طالبانو غوښتنه کوي، چې نور دې د ولسونو د تېر ویستلو پرځای د خلکو د ستونزو حل په موخه رښتیني ګامونه پورته کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه