پر افغان میرمنو د طالبانو له لوري د بندیزونو دوام او د ښځو ناهیلي

ننګرهار کې میرمنې شکایت کوي او وایي، له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي پر افغان میرمنو یې د ژوند کړۍ راتنګه کړې له زده کړو او کار راګرځول شوي او لا هم دا لړۍ دوام لري.

په دغه ولایت کې د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله زینب وایي، له یو نیم کال ډیر وخت کیږي چې له زده کړو بې برخې شوې او لاهم له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.

د نوموړې په خبره د طالبانو د حکومت په راتګ سره نه یوازې افغان میرمنې له زده کړو بې برخې شوي، بلکې یو‌شمېر چې په دندو وې هغوی هم خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او دا مهال په کور ناستې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه د طالبانو له حکومت غواړي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.

زینب زیاتوي: «له کله چې تطر جمهوري حکومت ړنګ شوی او طالبان واک ته رسیدلي، نو دې ډلې ټول محدودیتونه پر افغان ښځو لګولي اول یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و او بیا یې وروسته پوهنتونونو ته د ښځینه وو په ورتګ او بیا یې د دوی پر کار او لا هم دا چاره روانه ده؛ غوښتنه مو د طالبانو له حکومت دا ده چې پر ښځو دې بندیزونه پای ته ورسوي.»

ننګرهارۍ میرمنې وایي، چې د طالبانو له لوري پر کار بندیز له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي. انځور: خواله رسنۍ

شریفه ارزو چې له دې وړاندې یې په یوې موسېسه کې دنده درلوده وایي، چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بندیز وروسته په کور ناسته ده، چې له اقتصادي ستونزو ځوریږي او لویه هیله یې دا ده چې بیرته خپلې دندې ته ستنه شي.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې ښځو ته دې د کار، زده کړو او ټولنه کې د دوی حضور ته لاره برابره کړي.

نوموړې د طالبانو له لوري د ښځینه وو پر سینګار خونو «اریشګاه» بندیز هم اندیښمنه کړې او غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې پر ښځینه وو د محدودیتونو روانه لړۍ پایته ورسوي.

شریفې ارزو زیاته کړه: «مخکې مې دنده درلوده د کور اقتصادي ستونزې مې حل وې، خو له کله چې بې روزګاره شوې یم نه یوازې له اقتصادي ستونزو سره مخ یم بلکې د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځینه وو محدودیتونه مې هم کړوي؛ په ډاډه زړه له کوره نشو وتلی نجونې له زده کړو بې برخې دي کاري بندیزونه شته او ګڼې نورې ستونزې دي چې افغان میرمنې یې له رواني اړخه هم ځپلي دي.»

نوموړې د طالبانو له لوري پر ښځو د بندیزونو د ختمولو په برخه کې د امریکایي او نورو بهرنیو هیوادونو ونډه مهمه بولي.

ښځینه فعاله عزیزه افغان وایي، ښځې د زده کړو او کار حق لري خو اوس ترې دا ټول حقونه طالبانو اخیستي چې بیرته ترلاسه کول یې نه یوازې قرباني غواړي بلکې د دوی له وسې پورته ده.

د نوموړې په خبره ښځې د ژوند په هره برخه کې بنسټ ‌ییزه ونډه لري چې د دوی له شتون پرته هېواد پرمختګ نشي کولای.

افغان زیاتوي: «په افغانستان کې ښځو ته په هیڅ  برخه کې خپل حقوق نه دي ورکړل شوي او د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ستونزې لاپسې زیاتې شوي، د نارینه وو په شان ښځینه هم حق لري زده کړې وکړي، کار وکړي او د ژوند لید لوری وټاکي خو اوس دا ټول حقونه له میرمنو اخیستل شوي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او خاص ډول د امریکا ونډه مهمه ده؛ څو پر طالبانو فشار راوړي چې پر ښځینه وو بندیزونه پای ته ورسیږي.»

نجونې وایي، د طالبانو له لوري پر زده کړو او کار بندیزونو له رواني اړخه ځپلي دي

دا په داسې حال کې ده  چې د طالبانو مشر په اختریز پېغام کې د ښځو د حقونو پر ورکړې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې واک ته د طالبانو په رسیدو سره ښځو حقونه تامین شوي او ټولې ادارې د ښځو حقونو د ورکړې په برخه کې مکلفې دي.

له دې څه موده وړاندې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت چارواکو هم ورته څرګندونې کړې وې او د ښځو د حقونو پر ورکړې یې ټینګار کړی و.

د یاد وزارت لپاره د طالبانو ویاند عاکف مهاجر ویلي، هیڅوک حق نه لري چې ښځې په جبري توګه نکاح کړي او یا ترې د میراث حق واخلي چې د سرغړونې په صورت کې کولای شي د امربالمعروف وزارت ته مراجعه وکړي.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، پر نجونو او ښځو د پراخو بندیزونو ترڅنګ، له دیني مدرسو د عصري زده کړو د مرکزونو جوړیدل هم دود شوي. نجونې وایي، له دې امله له رامنځته شویو رواني ستونزو د ځان خلاصولو لپاره یې دیني مدرسو ته مخه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه