کندهاریان د درملو له لوړو بیو او ټیټ کیفیت شکایت کوي

د کندهار خلک په درملتونونو او روغتونونو کې د بې کیفیته درملو د پېر او پلور څخه شکایت کوي او وايي، نه یوازې دغلته د درملو کیفیت خراب دی بلکې په لوړه بیه هم پلورل کېږي.

د هیواد د نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار ته هم ډیری درمل له پاکستان، ایران او هند هیوادونو څخه واردیږي چې د خلکو په خبره کیفیت یې خراب او ناروغ ته د ګټې پرځای زیان رسوي.

د کندهار ښار اوسېدونکی امين الله چې یوه میاشت وړاندې یې د خپلې کورنۍ غړی د یوې ناروغۍ له کبله له لاسه ورکړی پړه یې په واردیدونکو خرابو درملو اچوي. دی زیاتوي، چې اوس هم دغلته د يو شمېر نړيوالو کمپنيو درمل په ډېر ټيټ کيفيت واردیږي.

نوموړي وویل: «پخوا دواوې ښې وې، اوس يې کيفيت او معيار ډير ټيټ شوی، ساده د ستوني درد ګولۍ لکه تباشير داسې وي، هيڅ تاثير نه کوي، د عادي ناروغۍ لپاره دوه، درې ځله ډاکټر ته مراجعه کوو، ګمرک والا په خپل محصول خوشحاله دي او د خوار او غريب څخه په لکونو لکونو پيسې پر دا خرابې دوا مصرفیږي.»

د کندهار دغه اوسيدونکی د طالبانو د عامې روغتيا رياست له مسوولينو غوښتنه کوي چې په ګمرکونو کې دې د بې کيفيته او خرابو درملو مخه ونيسي.

همدارنګه د کندهار ښار يو بل اوسېدونکی عتیق الله بیا وایي، چې په ښار کې د مسلکي روغتيايي کسانو نشت دې ته زمینه برابره کړې چې د بې کیفیته درملو بازار ګرم پاتې شي چې دې حالت د زیاتو وګړو روغتیایي حالت خراب کړی دی.

د نوموړي په وينا چې کندهار ته د واردیدونکو درملو کيفيت دومره ټيټ دی چې آن د زیاتو ناروغانو د مړينې او ناروغۍ سبب ګرځي، خو په وينا يې چې د مسوولو ادارو د بې غورۍ له امله بيا هم په لوړه بیه پلورل کېږي.

د عتیق الله په خبره: «څو ځله مو د GSK کمپنۍ دوا ليدلې لکه تباشير داسې وي، دومره څوک نشته چې راوې ګرځوي چې دا دې څه شی راوړي، ګرمۍ پرې تېريږي، هلته یې په ټيټ کيفيت جوړوي، د دغه غريبانو د روزانې پيسې پرې مصرفيږي، تاسو ورشئ مارکېټونه له خراب درملو ډک ډي.»

کندهاریان وایي، د ځینو درملو کیفیت دومره تیټ دی چې ناروغ ته دګټې پرځای زیان رسوي

دغه راز يوشمېر نور کندهاریان د طالبانو د عامې روغتيا رياست لخوا نه نظارت او د معياري ګدامونو نشتون هم د درملو د خرابېدو سبب ګڼي.

د کندهار ښار اوسېدونکی محمد صديق دا د واکمن حکومت مکلفيت ګڼي څو ښار ته د خرابو درملو د واردیدو مخه ونيسي.

هغه زياتوي: «د حکومت څخه مو دا غوښتنه ده چې د خرابو درملو مخنیوی وکړي او په کومو ځايو لکه ګډامونو، شفاخانو او درملتونونو کې چې پراته وي د هغو پلټنه وکړي، پيدا يې کړي او له منځه يې يوسي ترڅو هيوادوالو ته غلط درمل زيان ونه رسوي.»

هغه د درملو له سوداګرو غواړي چې هيواد ته باکيفيته درمل راوړي ځکه په خبره يې چې دغلته ډېری وکړي آن د يو پاکټ ګوليو د رانيولو توان نه لري.

په همدې حال کې د کندهار د درملو اتحاديې مسوولين هم له خپل لوري د بې کيفيته درملو د مخنيوي خبر ورکوي، دوی وایي تراوسه دغلته د درملو د کيفيت ارزونې او کنټرول لابراتوار ستونزې نه دي حل شوي.

د کندهار د درملو اتحاديې مسوول عبدالبصیر پيمان وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې يې هڅې پېل کړي ترڅو د کندهار د درملو په مارکېټونو کې د بې کيفيته هغو مخنيوی وکړي.

دی زياتوي چې د درملو اتحاديې د کيفيت او ارزونې ټيم هره ورځ په کندهار ښار کې له ځايي روغتونونو، درملتونونو او شرکتونه څخه نظارت ترسره کوي ترڅو بې کيفيته درمل ونه پلوري.

د پيمان په خبره: «موږ د حوزوي لابراتوار مهمه ستونزه لرو چې د درملو د کيفيت د کنټرول په موخه دا يو ستر ګام دی خو متاسفانه چې چارې یې ولاړې دي، موږ د اسلامي امارت د مسوولينو او مشرانو دا غوښتنه لرو چې که چيري دا لابراتوار فعال شي نو د درملو کیفیت معلومول به اسانه شي.»

خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په ګمرکونو او داخلي بازارونو کې دې د خرابو درملو مخنیوی وکړي

ورته مهال د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر ويلي، اوس مهال شاوخوا ۲۵سلنه درمل هيواد کې دننه جوړېږي چې تر ډېره يې کيفيت مناسب دی.

عمر زیاتوي، هرکال ناروغه افغانان ۳۰۰ ميليونه امريکايي ډالر په بهرنيو او ګاونډيو هېوادونو کې د خپلې درملنې په موخه له افغانستانه باسي.

د ده په خبره، چې که هيواد کې د داخلي درملو کيفيت برابر او معياري شي، نو د لسګونه ميليونه امريکايي ډالرو د وتلو مخنيوی به وشي.

هغه زیاته کړې: «که زموږ غذايي مواد زموږ درمل د استندردونو او معيارونو مطابق وي بيا به زموږ او ستاسو ولس د نورو په باډرونو کې زليله نه وي، د WHO  نوې څېړنه ده چې د عام افغانانو ۷۰ فيصده عايدات په دوا او په ناروغانو مصرفیږي.»

ومو غوښتل کندهار کې د خوړو او درملو ادارې نظر هم ولرو خو بریالي نشولو.

د هیواد په یو شمیر ښارونو او لېرې پرتو سیمو کې د باکیفیته درملو او معیاري روغتونونو نشتون هغه څه دي چې تل ترې عام افغانان سر ټکوی او تر اوسه دغې برخې ته حاکمې ډلې ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه