اطلاعات روز: د امريکا د پخواني ولسمشر مرستيال مايک پينس ويلي، چې له طالبانو سره د ټرمپ د دولت د هوکړې برخلاف چې له مخې يې بايد د ۲۰۲۱ کال تر می مياشتې پورې امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي وای، په زرګونه امريکايي ځواکونه په دې هيواد کې پاتې کېدل.
نوموړي په خپله مرکه کې چې پرون (يکشنبه، ۱۱ د چنګاښ) خپره شوه، ويلي چې «په رښتيا هم تل باوري وم چې د تروريستي عناصرو پر خلاف په هڅو کې د ملاتړ لپاره په افغانستان او سيمه کې د څو زره امريکايي ځواکونو ساتل عاقلانه دي.»
د ده په وينا، د ټرمپ دولت له طالبانو سره د توافق بر خلاف په اخر کې امريکايي ځواکونه ساتل. پينس زياته کړې: «لکه څرنګه چې پخواني ولسمشر اعلان وکړ، موږ له سوريې خپل ځواکونه وويستل … خو نن هم امريکايي ځواکونه په سوريه کې شته دي. فکر کوم موږ هلته پاتېدلو.»
د ۲۰۲۰ کال پر مهال په دوحه کې له طالبانو سره د ټرمپ د حکومت د هوکړې پر اساس بايد متحده ايالاتو خپل ځواکونه له افغانستانه ايستلي وای. د امريکا د پخواني ولسمشر مرستيال استدلال کړی چې طالبانو د دوحې د توافق شرطونه نقض کړي او پر همدې اساس متحده ايالات د دې توافق رعايتولو ته اړتيا نه درلوده.
تر دې وړاندې هم ټرمپ ته نږدې افرادو او په خپله ده له افغانستانه د ټرمپ د حکومت د وتلو پر ډول نيوکې کړې دي. بايډن بيا – بيا دا توجيه وړاندې کړې چې د وتلو توافق ورته د ټرمپ له دولته په ميراث پاتې و.
په تازه توګه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو راپور خپور کړی چې په هغه کې يې د ټرمپ او بايډن حکومتونه له افغانستانه تر وتلو وړاندې د «ناکافي» پلان نه درلودلو او همدا راز څو ناسمو اقداماتو له وجې پړه ګڼلي دي.
په دې راپور کې راغلي: «په دواړو حکومتونو کې په لوړه کچه بدو سناريوګانو ته او دا چې په څومره چټکۍ به پېښېږي، پوره پاملرنه نه وه شوې.»
مايک پينس چې د ټرمپ مرستيال و، ويلي يې دي چې د ده په باور د ټرمپ حکومت د ګډوډۍ مسوول نه دی.
پينس زياته کړې: «زه پوهېږم چې له طالبانو سره کومه معامله وشوه. ډېره واضحه وه. زه په هماغه اتاق کې وم چې ولسمشر ټرمپ د طالبانو مشر ته وويل: ګورئ، تاسو بايد د افغانستان له دولت سره همکاري وکړئ. تروريستانو ته پناه نه ورکوئ او هيڅ امريکايي سرتېري ته به زيان نه رسوئ.»
ده زياته کړې، چې امريکايي ځواکونه ۱۸ مياشتې له کومې مرګ ژوبلې پرته تېرې کړې، خو د وتلو پر مهال ۱۳ امريکايي سرتېري د کابل په هوايي ډګر کې ووژل شول. د پينس په وينا، د دې بهير پړه د بايډن پر غاړه ده.
د دوحې د هوکړې له مخې له افغانستانه د امريکايي نظاميانو وتل پېل شول او په داسې حال کې چې د امريکايي نظاميانو وروستۍ ډله لا هم په کابل کې وه، طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۵ مه د افغانستان دولت چپه کړ او پلازمېنه يې ونيوله.
د امريکايي چارواکو او د افغانستان د پخواني دولت په اند، د دوحې هوکړه لیک د افغانستان د دولت او پوځ د پاشل کېدو او د طالبانو د بيا واک ته رسېدو زمينه برابره کړه.
