اطلاعات روز: کندهار او زابل کې د طالبانو روغتیایي مسوولین خبر ورکوي چې په دغو ولایتونو کې د لوی اختر په شپو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۳ تنه ژوبل شوي دي.
کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د علمي شورا مسوول ډاکټر صبور نوزادی وایي، چې د لوی اختر په څلورو ورځو کې ورته د ترافیکي پیښو له امله ۱۳۸ تنه ور وړل شوي چې زيات شمېر يې ځوانان دي.
نوموړی زیاتوي، په یادو ژوبلو کسانو کې شپږ میرمنې او ۴۴ ماشومان هم شامل دي چې ټول میرویس حوزوی روغتون ته انتقال شوي دي.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو د ترافيکو مديريت وايي، چې سږکال د لوی اختر د څلورو ورځو په جريان کې د دغه ولایت په ښار او ولسواليو کې ۱۰۵ ترافيکي پېښې رامنځته شوي، چې له امله يې ۱۳۸ کسان ټپيان شوي دي.
بلخوا زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر ميرويس افغان وايي، د لوی اختر په څلورو ورځو کې دغلته د ترافيکي پېښو له امله ۴۵ کسان ژوبل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په ترافیکي پیښو کې ټول ژوبل کسان هلکان دي او کومه مړینه نه لري.
یاده دې وي چې په هرات او ننګرهار ولایتونو کې هم د اختر په شپو او ورځو کې د ترافیکي پیښو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه او ۴۲۸ کسان ژوبل شوي دي.
