اطلاعات روز: لغمان کې سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت لپاره د طالبانو والي زین العابدین د دوه نیم میلیونه افغانیو په بدل کې له یوې ۱۶ کلنې نجلۍ سره کوژده کړې ده.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط نن (یکشنبه، ۱۱ د چنګاښ) وویل، چې د لغمان والي د الینګار ولسوالۍ اړوند په «سنګره» سیمه کې له یوې ۱۶ کلنې نجلۍ سره د دوه نیم میلیونه افغانیو او د ۶ نمرې ځمکې په بدل کې کوژده کړې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد طالب چارواکی له پخوا راهیسې د الینګار ولسوالۍ په سنګره سیمه کې د طالبانو قومندان پاتې شوی او له هماغه وخت راهیسې پر دغه نجلۍ مین و.
د سرچینې په خبره د لغمان والي نه یوازې د یادې نجلۍ کورنۍ ته نغدې پېسې او د مهترلام ښار اړوند سطان غازي بابا ښار ګوټي کې د کور لپاره ځمکه ورکړې، بلکې دا یې هم ورته ویلي چې دوه ورونه به یې اروپایي هیوادونو ته هم واستوي.
سرچینه زیاتوي: «هو د لغمان والي د الینګار ولسوالۍ په سنګره سیمه کې له یوې ۱۶ کلنې نجلۍ سره کوژه کړې، نجلۍ ته یې د لس لکه افغانیو سره زره اخیستي، ۱۵ لکه افغانۍ یې نغدې ورکړي او لغمان ښار کې یې ۶ نمرې ځمکه ورکړې او دا یې هم ویلي؛ چې دوه ورونه به یې خارج ته ولیږي.»
یوې بلې باوري سرچینه هم د لغمان د والي دویمه کوژده تائیدوي او وایي، والي څه موده وړاندې قندهار ته تللی و او هلته یې د طالبانو له مشر ملا هبت الله څخه د دویمې کوژدې کولو اجازه اخیستې ده.
مونږ هڅه وکړه په دې اړه د لغمان لپاره د طالبانو له ولایتي چارواکو سره هم خبرې وکړو، خو دوی زمونږ ټیلیفوني اړیکه ځواب نه کړه.
د یادونې وړه ده چې واک د طالبانو په رسیدو سره زیاتره طالب چارواکو د زیاتو پېسو په بدل کې دوه، درې او حتا څلور نکاح ګانې کړي دي.
که څه د دغې ډلې مشر له طالبانو غوښتي چې له څو ودونو کولو دې ډډه وکړي، خو له دې سره سره لاهم د طالب چارواکو ترمنځ د ودونو سیالۍ په چټکۍ روانه ده.
له دې وړاندې هم طالب چارواکو په زور او یا هم د پېسو په بدل کې کوژدې کړي، چې ځینې رسنیزې شوي او ځینې له رسنیو پټې پاتې دي.
