اطلاعات روز: کونړ کې ځایي خلک وایي، چې د دغه ولایت په سیند کې دوه ځوانان د لامبو پرمهال اوبو وړي او مړه شوي دي.
د دغه ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی میر سلام وایي، تېره ورځ (شنبه، ۱۰ د چنګاښ) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د دې ولسوالۍ په حکیم اباد سیمه کې د عزت الله په نوم یو ځوان د لامبو پرمهال د سیند اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی.
نوموړی وایي، د مړه شوي ځوان جسد تېر ماښام د ځایي خلکو په همکارۍ موندل شوی دی.
بل لور ته د کونړ ولایت د پېج درې ولسوالۍ په «کنډه ګل» سیمه کې یو ځوان د لامبو پرمهال د سیند اوبو وړی او مړ کړی یې دی.
د سیمې یوه اوسېدونکي نوید د مړه شوي ځوان هویت نه دی روښانه کړی، خو وایي مړ شوی کس د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه د چکر په موخه پېج درې ولسوالۍ ته راغلی و، چې تېره ورځ شاوخوا ۳:۳۰ بجې د سیند اوبو لاهو کړی.
نوید زیاته کړې، چې د مړه شوي ځوان جسد د ځایي خلکو په همکارۍ له سیند ویستل شوی او د کونړ روغتیایي مسوولینو ته سپارل شوی دی.
د لوی اختر په درېیمه ورځ هم د کونړ ولایت د پېج درې ولسوالۍ په کنډه ګل سیمه کې له کابل ولایت څخه راغلي درې سیلانیان د سیند اوبو مړه او دوه نور یې ژوبل کړي وو.
