اطلاعات روز: لوګر کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې دغلته له تېرو څو ورځو راهیسې د سېلابونو له امله شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
له دغه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اړوند په ګڼو سیمو کې د ورښتونو او راوتلو سېلابونو له امله د نورو مالي زیانونو ترڅنګ شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه تاوانونه د ازرې ولسوالۍ اړوند په کڅوالو ببر، اکبرخېل، بره او کوزو چوترو، منځوام، تنګ دره او منګلو سیمو کې د بزګرانو کرنیز فصلونه د ږلۍ او سېلابونو له امله زیانمن او یا هم په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
په همدې حال کې بیا د ازرې ولسوالۍ بزګران د طالبانو له اړونده ادارو او ملاتړ کوونکو موسېساتو د همکارۍ غوښتنه کوي.
دوی وايي، د کرنې او مالدارۍ له لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي او اندېښمن دي که یې لاسنیوی و نه شي، نو له ډېرو ستونزو سره به مخ شي.
ورته مهال بیا د افغان سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د لوګر سربېره په کابل، پکتیکا، کاپیسا، میدان وردګ، ننګرهار او پروان کې له تېرې اونۍ راهیسې د سېلابونو له امله ۵ کسان مړه شوي، سلګونه کورونه، د ښوونځیو ودانۍ، سړکونه او پلونه یې نړولي او هم یې د بزګرانو پراخه کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي.
