اطلاعات روز: د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «سيدانو کلاچه» کې د طالبانو ځايي امنيتي مسوولين د يوه څوارلس کلن هلک د ځان وژنې خبر ورکوي.
د طالبانو ځايي پوليس وايي د دې هلک نوم محمد ياسين آغا دی او پرون ماښام له خپله کوره نادرکه شوی و چې نن (جمعه، ۹ د چنګاښ) يې مړ جسد سهار پر شپږ بجې د باغ په ونه پسي ځوړند موندل شوی دی.
د طالبانو پوليس د هلک د پلار په وينا زياتوي چې نوموړی د ژوند له ستړياوو او مشکلاتو تنګ شوی و.
د طالبانو د پوليسو په وينا چې دوی د هلک د ځان وژنې په تړاو خپلې پلټنې پيل کړې دي خو تر اوسه يې د ځان وژنې لامل نه دی معلوم کړی.
دا پېښه په داسي مهال کې کېږي چې څو ورځې وړاندي (۳ د چنګاښ) هم يوه څوارلس هلک ځان زندۍ کړی و چې طالبانو يې د ځان وژنې لامل رواني ناروغي ښوولې وه.
فقر، بېکاري، کورنی تاوتريخوالی، خپګان او رواني ناروغۍ په هيواد کې د ځان وژنو عمده دلايل ګڼل کېږي.
