اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر (يوناما) اعلان کړی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې درې زره او ۷۷۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يوناما د بشري حقونو څانګې نن (سېشنبه، ۶ د چنګاښ) «پر ملکيانو د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو» په تړاو خپل راپور خپور کړی دی.
په دې راپور کې پر هيواد د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو له مهاله يا هم د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې بيا د ۲۰۲۳ ميلادي کال د می مياشتې تر ۳۰مې پورې ملکي مرګ ژوبله ثبت او ارزول شوې ده. له شمېرو سره سم، د دې مودې پر مهال په هيواد کې يو زر او ۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او دوه زره او ۷۶۹ ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
يوناما زياته کړې، چې که څه هم په ټوله کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په افغانستان کې کمه شوې، خو دې بنسټ د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو په بريدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې د پام وړ کچه ثبت کړې ده.
دې بنسټ له دې راپور سره هم مهاله اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي چې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله ملکي مرګ ژوبله لا هم په افغانستان کې يوه جدي اندېښنه ګڼل کېږي او پر هزاره ګانو او عبادتځايونو داسې چاودنې زياتې شوې دي.
د يوناما په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د واکمنېدو له وخته بيا د روان ميلادي کال د می مياشتې تر ۳۰مې پورې درې پر څلور ملکي مرګ ژوبله (۷۰۱ وژل شوي او دوه زره او ۱۱۳ ژوبل) د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله پېښه شوې.
په دې راپور کې راغلي، چې دا بريدونه له کوم توپير پرته په عبادتځايونو، ښوونځيو، مارکيټونو او د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې شوې دي.
يوناما په خپل راپور کې ويلي، چې ډېری ملکي مرګ ژوبله د داعش د خراسان ډلې له لوري د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې.
دې بنسټ زياته کړې، چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګست مياشتې تر ۱۵مې وروسته د داعش ډلې له لوري د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو په بريدونو کې ملکي مرګ ژوبله په پرلپسې توګه زياته شوې ده.
يوناما ويلي، چې د داعش او نورو له لوري ترسره شوي ځانمرګي بريدونه د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو په لړ کې د ملکي مرګ ژوبلي اصلي علت دی.
د يوناما په راپور کې راغلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې کلونو په نسبت پر مذهبي ځايونو بريدونه زيات شوي دي.
په دې راپور کې راغلي، چې د دې راپور په مشخص شوي مهال کې د افغانستان د شيعه مسلمانانو پر عبادتځايونو د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو موادو شوي بريدونه د ټولې ملکي مرګ ژوبلې يو پر درېيمه برخه جوړوي.
يوناما ويلي، چې له عبادتځايونو پرته، د افغانستان هزاره په يو شمېر نورو بريدونو کې هم په نښه شوي دي چې پر ښوونځيو، زده کړييزو مرکزونو، د ګڼې ګوڼې پر لارو او عمومي نقليه وسایطو شوي.
دې بنسټ ويلي دي چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګست له ۱۵مې څخه بيا د ۲۰۲۳ ميلادي کال د می مياشتې تر ۳۰مې پورې یې د ملکي مرګ ژوبلې لږ تر لږه ۳۴۵ پېښي (۹۵ وژل شوي او ۲۵۰ ژوبل) په هغو بريدونو کې ثبت کړي چې پر هزاره ګانو شوې دي.
د يوناما په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال پر مهال، د کابل په لوېديځ دشت برچي سيمه کې د هزاره ګانو پر دریو زده کړييزو مرکزونو په دریو بريدونو کې لږ تر لږه ۲۳۶ ملکي وګړي ژوبل او وژل شوي دي.
يوناما په خپل راپور کې طالبانو ته وړانديز کړی: «له زيانمنو شويو ټولنو په ځانګړې توګه هزارهو سره په مشوره په عبادتځايونو، تعليمي مرکزونو او نورو ټولو هغو ځايونو کې چې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو موادو له بريدونو سره مخ وي، د امنيت او خونديتوب په موخه هڅې زيات کړئ.»
د یوناما د بشري حقونو د څانګې رييسې ويلي: «دا بريدونه چې پر ملکي وګړو او ملکي اهدافو شوي، د غندنې وړ دي او بايد ودرول شي.»
دې زياته کړې: «ډېره مهمه ده چې واکمن چارواکي د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د بريدونو په تړاو د خپلواکو، بې پرې، چټکو، هر اړخيزو، اغېزناکو، باوري او رڼو څېړنو له لارې د ژوند د حق خونديتوب په تړاو خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي.»
يوناما په خپل راپور کې له وسله والو ډلو هم غوښتي چې د ګڼې – ګوڼې په ځايونو، د عبادتځايونو او زده کړييزو مرکزونو په څېر ملکي اهدافو کې دې بريدونه نه کوي او نه دې هم له چاودېدونکو توکو په بې توپيره استفادې او نامناسبې استفادې ملکي وګړي په نښه کوي.
دې بنسټ د پېښې ځای ته د رسنيو د لاسرسي په شمول د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د بريدونو په تړاو دقيقو او پر وخت معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر له ۲۰۰۹ ميلادي کال راهيسې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ثبت او خپروي.
دې بنسټ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې، په هيواد کې د ملکي مرګ ژوبلې درې مياشتني راپورونه خپرول او د مرګ ژوبلې ډیر مسووليت به طالبانو ته متوجې کیده.
