اطلاعات روز: په ارزګان ولايت کې د طالبانو امنيتي مسولين خبر ورکوي چې د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې تېره شپه (دوشنبه، ۵ چنګاښ) د اوبو په يوه څاه کې زوی او پلار مړه شوي دي.
د ارزګان ولايت د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند بلال ارزګاني وايي چې پلار څاه ته د هغې د پاکولو په موخه کوز شوی، خو هلته يې د اکسېجن د نشتوالي له امله ساه بنده شوې او مړ شوی. وروسته يې زوی د پلار ژغولو په هڅه کې مړ شوی دی.
نوموړي زياته کړې چې پېښه د مرکز ترينکوټ «خيرو کاريز» نومې سيمه کې شوې ده.
ارزګانی وايي چې يادې سيمې ته د طالبانو امنيتي ځواکونه رسيدلي او د پلار او زوی جسدونه يې له څاه راکښلي دي.
