اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو په خپلمنځي شخړه کې یو ماشوم وژل شوی دی.
د سیمې یو اوسېدونکي نن (سېشنبه، ۶ چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې پېښه تېر ماښام د سپین غر ولسوالۍ اړوند «چهل ګزي نو آباد» سیمه کې هغه مهال شوې چې د حمیدالله په نامه یو لس کلن ماشوم له خپل بل کليوال ماشوم سره چې دوولس کلن دی، لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پر یو بل د لغتو او سوکانو وارونه کړي.
د شخړې پر مهال د حمیدالله په نامه ماشوم د مقابل لوري د لغتې په ګوزار پر «جنسي غړي» لګېدلی او ځای پر ځای مړ شوی دی.
د سيمې د اوسېدونکي په وينا، «تېر ماښام د سپین غر ولسوالۍ په چهل ګزي نواباد ساحه کې دوو ماشومانو په مسجد کې شخړه کړې، د حميدالله په نوم يو ماشوم د بل ماشوم له لوري پر جنسي غړي وهل شوی او ځای پر ځای مړ شوی دی.»
تر اوسه د شخړې لامل څرګند نه دی او د طالبانو سيمهييزو مسئولينو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
