د ماشومانو د حقونو د نړيوال شاخص له راپور سره سم، افغانستان د ۲۰۲۳ ميلادي کال پر مهال د ماشومانو د حقونو په لړ کې د تر ټولو بد هيواد په توګه پېژندل شوی دی.
د ماشومانو د حقونو نړيوال شاخص د «ماشومانو د حقونو» په نوم د يوه نړيوال بنسټ له لوري چمتو شوی او تېره ورځ (دوشنبه، ۵ سرطان) خپور شوی دی.
دې بنسټ په خپل راپور کې د ژوند، روغتيايي پاملرنې، زده کړې، خونديتوب او د حقونو د تأمينېدو لپاره د چاپېريال برابرولو شاخصونه په ۱۹۳ هيوادونو کې ارزولي دي.
د دې بنسټ د شاخصونو له مخې، چاد، جنوبي سوډان او افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ بدترين هيوادونه دي او د نړۍ د ۱۹۳ هيوادونو په نړیوال نوملړ کې يې تر ټولو ټيټې کچې اخيستې دي.
افغانستان د دې بنسټ په نوملړ کې د ۰.۲۰۲ درجو په لرلو په ۱۹۱ ځای کې دی.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو پر زدکړو بنديز د ودونو او ماشومانو د کار د زياتېدو لامل شوی دی.
دې بنسټ ويلي دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کنوانسيون په وينا، زده کړه د هر ماشوم اساسي حق دی خو په افغانستان کې ماشومان په پراخه توګه دې حق ته لاسرسی نه لري.
د ماشومانو د حقونو بنسټ ويلي دي چې د افغان ماشومانو د زده کړې له حقه انکار، نه يوازي د زده کړې بلکې د هغوی د حقونو په تړاو د هر اړخيزې ودې، اطلاعاتو، مشارکت او خونديتوب په اړه هم انديښنې زياتوي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي ته له تګه منعه کړې دي.
د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او زدکړييز سازمان (يونيسکو) د شمېرو پر اساس، د دې بنديز له کبله په افغانستان کې تر ۱.۲ ميليون زيات ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
طالبانو پوهنتونونه او زده کړييز خصوصي مرکزونه هم د نجونو پر مخ تړلي دي.
