اطلاعات روز: له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر اعلان کړی چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تارياک توليد کړي دي.
دې بنسټ په نړۍ کې د نشه يي توکو په اړه د ۲۰۲۳ کال راپور پرون (يکشنبه، ۴ د چنګاښ) خپور کړی دی.
د دې راپور په يوه برخه کې راغلي، چې افغانستان په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې شپږ زره او ۲۰۰ ټنه تارياک تولید کړي چې په نړۍ کې د توليد شويو تارياکو ۸۰ سلنه برابروي.
دې بنسټ اټکل کړی، چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال پر مهال په ټوله نړۍ کې اووه زره او ۸۰۰ ټنه تارياک تولید شوي دي.
له نشيي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر په راپور کې راغلي، چې ښايي په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د تارياکو کښت د سرتاسري بنديز له کبله ډېر کم شي.
دې بنسټ زياته کړې، چې په افغانستان کې د تارياکو د کښت کمېدل به نړۍ ته ګټه وکړي، خو د هغو ډېرو بزګرانو لپاره به يو تاوان وي چې د عايد بل بديل نه لري.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي، چې افغانستان لا هم په سيمه کې د متاميفتامين يو عمده توليد کونکی دی او د تارياکو د کښت کموالی کولای شي توليد کوونکي د مصنوعي نشه يي توکو توليد ته وهڅوي.
له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د دفتر د افغانستان څانګې هم د «جون د ۲۶مې په مناسبت چې د نشيي توکو له بد مصرف او قاچاق سره د مبارزې ورځ ده» اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي چې په افغانستان کې ۳.۵ ميليونه وګړي له نشيي توکو استفاده کوي.
د دې بنسټ د اعلاميې پر اساس، دا شمېره د افغانستان د ټول نفوس ۱۰ سلنه کېږي. د اعلاميې په وينا، د نشه يي توکو کارول په افغانستان کې تر ټولو جنجالي روغتيايي ننګونه ده چې نارينه، ښځې او ماشومان ورسره مخ دي.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي، چې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې، د نشه يي توکو د درملنې ډېری مرکزونه د فعاليت کولو لپاره د کمو مالي سرچينو له وجې له ستونزو سره مخ دي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکېله صفر کچې ته رسيدلې ده.
په دې وروستيو کې يوه برېتانوي بنسټ د سټلايټ د انځورونو پر بنسټ ادعا وکړه چې په افغانستان کې د تاریاکو کښت په زياته کچه کم شوی دی.
