اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د هاوان یوې زړې سرګلولې د چاودنې له امله یو ورور او خور وژل شوي دي.
د طالبانو ځايي امنيتي مسوولين زیاتوي، دغه چاودنه پرون (یکشنبه، ۴ د چنګاښ) مازدیګر ۵:۰۰ بجې د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د «تناوچي» په کلي کې د هاوان د یوې زړې سرګلولې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
دوی وایي، چاودنه کې د کریم الله او وسیلې په نومونو دوه ماشومان چې ورور او خور وو وژل شوي دي.
د هیواد په سویلي حوزه کې د تېرو جګړو څخه پاتې ناچاوده توکي لاهم د خلکو ژوند ګواښي چې ډیری قربانیان یې ماشومان دي.
