اطلاعات روز: کندهار کې یو شمیر ښاریان وایي، چې د تېر لوی اختر په پرتله سږني اختر کې خلک د بې روزګارۍ له امله له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې د نورو اړتیاوو ترڅنګ د کالیو او وچې مېوې د رانیولو وس هم نه لري.
د کندهار ښار د لويې ويالې اوسېدونکی شريف الله وايي، تېرکال یې دنده درلوده، چې د خپل ځان او کورنۍ اړتیاوې یې پوره کولای شوې، خو اوس چې بې کاره شوی د کالیو او وچې میوې د پیر توان هم نه لري.
هغه وویل: «پخوا مو اقتصاد سم و، اوس ټول کندهار بې کاره خلکو پر سر اخيستی، اختر مو په ياد لا نه دی، د څو ملګرو څخه مي د پور غوښتنه وکړه چا جواب نه راکړ، د کالو اخيستلو او وچې مېوې توان نه لرو.»
همدارنګه د کندهار ښار د چونۍ اوسيدونکی رفيع الله وايي، د تېرکال په پرتله يې کاروبار زيات پېکه شوی او د کالیو جوړولو او وچې مېوې د رانيولو توان نلري.
نوموړي زیاته کړه: «پخوا په اخترو کې خلکو پيسې درلودې د مسکينانو سره کومکونه کیدل، کاروبار ايله وو، خو اوس دادی تاسو يې وينئ بازار خالي دی، نه مو په کوچني اختر کالي کړي نه اوس.»
دغه راز د کندهار يو بل اوسېدونکی نثار احمد بیا له شتمنو هیوادوالو غوښتنه کوي چې د بې وزله افغانانو لاسنیوی دې وکړي.
د خلکو د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د کندهار په بازارنو کې د وچې میوې بیې هم لوړې شوي او تر اوسه دغلته د طالبانو د ښاروالۍ هټې والو ته کومه ځانګړې نرخ پاڼه هم نه ده ویشلې.
