اطلاعات روز: کندهار او ننګرهار ولایتونو کې طالب مسوولین او ځایي سرچینې خبر ورکوي چې دغلته د دوو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکی سید پاچا وایي، چې ځایي خلکو نن سهار (یکشنبه، ۴ د چنګاښ) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د دغې ولسوالۍ اړوند د کونړ په سیند کې د یوه کس جسد موندلی دی.
د نوموړی په خبره یاد جسد اوبو راوړی و، خو تراوسه یې د هویت په اړه معلومات نه لري.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي هم د یاد جسد د پیدا کیدو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې هڅې یې پېل کړي څو د مړ شوي کس کورنۍ پیدا کړي.
بلخوا کندهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یوه کس جسد موندل شوی دی.
پولیس زیاتوي، دغه جسد تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ اړوند «سپين مانده» سيمه کې موندل چې د پیژندلو وړ نه دی.
د دوی په خبره د یاد کس هویت او د وژنې لامل معلوم نه دی خو وایي، چې په دې اړه یې پلټنې پېل کړي دي.
دوه همدا راز زیاته کړې چې جسد یې د میوند ولسوالۍ روغتیایي کلینیک ته انتقال کړی او تر اوسه یې خپلوان نه دي پیدا شوي.
هیواد کې ډیری داسې پیښې د شخصي دښمنیو، کورني تاوتریوالي او رواني ستونزو له رامنځته کېږي.
تېره اوونۍ هم د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو ځایي خلکو د یو ځوان جسد موندلی و.
