د طالبانو مشر د ديني مدرسو لپاره ۱۰۰ زره بستونه منظور کړي

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې مشر هبت الله آخوندزاده د ديني مدرسو لپاره ۱۰۰ زره کاري بستونه منظور کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت له اعلاميې سره سم، د دې وزارت سرپرست حبيب الله آغا دا خبر نن (شنبه، ۳ د چنګاښ) نورستان ولايت ته د خپل سفر پر مهال اعلان کړی دی.

نوموړي په نورستان کې ځايي خلکو او ځايي طالب مسوولينو ته د يوې غونډې پر مهال ويلي، چې د هيواد د نورو ولايتونو په پرتله دې ولايت ته زيات بستونه په پام کې نيول شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د تېر لمريز کال په غويي مياشت کې اعلان وکړ چې په هر ولايت کې يوه ديني مدرسه جوړوي چې د زرو نفرو ظرفيت به لري او همدا راز په هره ولسوالۍ کې له دریو څخه تر ۱۰ پورې ديني مدرسې جوړوي.

دې ډلې له هغه وخته تر اوسه د پنجشېر په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې د لويو جهادي او ديني مدرسو د جوړولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو مشر په داسې حال کې ديني مدرسو ته ۱۰۰ زره کاري بستونه ځانګړي کړي چې پر هيواد د دې ډلې له واکمنېدو راهيسې، د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړلي دي او ښځينه محصلينې پوهنتونو ته له تللو هم راګرزول شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه