کندهار کې د ملاریا او «لشمانیا» ناروغیو پیښې زیاتې شوي

انځور: BBC

کندهار کې د ملاریا او لشمانیا ناروغیو زیاتوالي خلک اندیښمن کړي او وایي، چې د پشه خانو او د با کیفیته ملاریا ضد درملو نشتون له امله یې د کورنۍ غړي تر مرګ رسیدلي دي.

د دامان ولسوالۍ اوسیدونکی احمدشاه چې میرمن د ملاریا ناروغۍ له کبله مړه شوې وایي، په لومړي سر کې نه پوهېده چې ميرمن يې په ملاریا ناروغۍ اخته شوې، خو له معایناتو وروسته یې پایله مثبه او میرمن یې بستر کړې، خو وروسته له څو ورځو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د احمدشاه او میرمن ترڅنګ یې دوه بچیان او وریرونه هم د یوې اونې په جریان کې په ملاریا اخته شوي او نوموړی یې لامل د پشه خانو او ملاریا ضد با کیفیته درملو نشتون یادوي.

هغه د طالبانو له حکومت او نړیوالو روغتیایي ادارو غوښتنه کوي چې دوی ته دې په روغتیایي برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

احمدشاه وویل: «موږ اوس هيخ ډول امکانات نه لرو، حتا په کلي کې يوه دواخانه هم نشته، موږ خو د ملاریا درملنه نه شو کولای، په شخصي شفاخانو کې پر هر مريض يو لک افغانۍ مصرف راځي دولت مرسته نه راسره کوي، موسېسو خو بيخي په ناحقه شيانو ځان اخته کړی دی.» 

خلک د درملو او پشه خانو نشتون د ملاریا ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه بولي. انځور: استول شوی

د دامان ولسوالۍ دغه اوسیدونکی ادعا کوي چې په د خپلې میرمن او ماشومانو په درملنه یې شاوخوا دوه لکه افغانۍ لګښت کړي، خو وایي چې د درملو د کم کیفیت له امله یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې او میرمن مړه شوې ده.

دغه راز د سپين بولدک ولسوالۍ اوسيدونکی عبدالله او پلار يې هم سږکال په ملاریا ناروغۍ اخته شوي چې د درملنې وروسته روغ شوي دي. 

عبدالله په ولسواليو کې د کافي روغتيايي خدمتونو د نشتون څخه سر ټکوي او د واکمن حکومت او نړيوالو روغتيايي سازمانونو غواړي چې په ولسواليو کې شته روغتيايي مرکزونو ته د ملاریا درمل او خلکو ته پشه خانې وویشي ترڅو له دې ناروغۍ وژغورل شي.

نوموړی په کندهار کې شته خصوصي روغتونونو په تجارت او دولتي روغتیايي مرکزونه په بې توجويي تورنوي او په وينا یې چې درمل يې بې اغېزې او هيڅ ډول ګټه نه کوي.

ده وویل: «تقريباً زما پلار ۱۵ ورځې په ملاریا اخته و، شخصي روغتونونو کې مو پيسې مصرف شوې خو ګټه يې ونه کړه، دلته نور کسان هم په ملاریا اخته شوي، که يې حکومت غم ونه خوري دا به نور هم ډير شي.» 

عبدالله په کندهار کې د ملاریا د زیاتوالي لامل له پاکستان څخه په دغه ناروغۍ د اخته کسانو راوښتل بولي.

صفت الله چې د کندهار ښار د لویې ویالې سیمې اوسیدونکی دی وایي، چې دغلته د ده په ګډون ډیری کسان په ملاریا ناروغۍ اخته شوي او ادعا کوي چې په خپله درملنه یې یوه خصوصي روغتون کې ۷۰ زره افغانۍ مصرف کړي دي.

نوموړی چې د کولر او باد پکې نشتون له امله د خپل کور په بام ویده کېږي زیاتوي : «لس کاله مخکې موږ ته پشه‌خانه راکول شوې هغه اوس بيخي زړه ده، که په خونه کې بيده شو هم ماشې راتلای شي، په شفاخانو کې اساسي درمل نشته، د ملاریا ناروغ ته ډاکټر بل شی ليکي، دولتي شفاخانه امکانات نه لري دوا په موږ راغواړي نو باره د دولتي او شخصي شفاخانو فرق په څه کې شو.» 

دی د کندهار د عامې روغتيا رياست څخه غواړي چې په ښار او ولسواليو کې دولتي روغتیايي مرکزونو ته د ملاریا ضد درمل او امکانات ورکړي څو د خلکو ستونزه حل او درملنه یې وشي. 

کندهار کې روغتیا پالان وایي، چې د تېرکال په پرتله سږکال دغلته ملاریا او لشمانیا ناروغیو پیښې زیاتې شوي دي

په ورته وخت کې د کندهار د عامې روغتيا رياست د ملاریا او لشمانيا څانګې طالب مسوولين هم د ملاریا ناروغۍ د پېښو زياتوالی تایيدوي او وایي، چې د ملاریا ترڅنګ دغلته د لشمانيا ناروغۍ پېښې هم ډېرې شوي دي. 

د کندهار د عامې روغتيا رياست د ملاریا او لشمانيا څانګې مشر ډاکتر حضرت شاه وايي، د درملو کمښت او او سيمې ته پر وخت نه رسېدل د دې سبب ګرځېدلي چې په کندهار کې ملاریا او لشمانيا ناروغۍ زياتې شي. 

هغه وويل: «موږ په تېر ۲۰۲۲م کال کې د لشمانيا ۵۹۱۰ پېښې لرو چې دا د ټول کندهار دي، خو په ۲۰۲۳م کال کې يوازې په تېرو دریو مياشتو کې موږ ۳زره د لشمانيا پېښې لرو، دا ارقام ډ تېر کال په پرتله سره زيات دي، موږ تېرکال د ملاریا ۷۱۸ پېښې درلودلې، او سږکال موږ تراوسه يوازې ۳۴۵ پیښې لرو.» 

د ډاکټر حضرت شاه په خبره، چې له همکارو نړيوالو موسېساتو سره يې خبرې روانې دي او په نږدې راتلونکي وختونو کې به کندهار ته د لشمانيا ناروغۍ درملو راورسېږي. 

نوموړی زیاتوي، چې د لشمانيا ناروغۍ درملنه په ډېره لوړه بيه ترسره کېږي نو ځکه اوسمهال يوازې د کندهار په دولتي روغتیايي مرکزونو کې دغه سهولتونه رامنځته کوي. 

هغه وویل، د ملاریا او لشمانيا ناروغۍ زياتې پېښې د کندهار په سپين بولدک، معروف، ښورابک او ارغستان ولسواليو کې رامنځته کېږي ځکه په خبره يې چې دا هغه ولسوالۍ دي چې د پاکستان سره سرحد لري او له همدې لارې یاده ناروغۍ را انتقالیږي. 

همدارنګه د روغتيايي چارو کارپوه ډاکټر نجیب الله بیا وایي، د پشه‌خانو نه استعمال او په سيمه کې د ناپاکو اوبو نه لېرې کول د دې سبب شوي چې ډير خلک په ملاریا او لشمانيا اخته شي. 

هغه زیاتوي، د ملاریا او لشمانيا ماشې په هغو سيمو کې هګۍ اچوي او اوسېږي چې ناپاکه اوبه او سیوری ولاړ وي. 

نوموړی وویل: «پشه‌خانه حتمي ده، زيات خلک د خونې دباندې بيدېږي بيا يې ماشې خوري، وروسته دوی هم بې احتياطي وکړي، ډاکټر ته پر وخت مراجعه نه کوي، د درملنې لپاره شخصي روغتونونو ته ځي حال دا چې د لشمانيا ناروغۍ درملنه يوازې په دولتي روغتونونو کې کېږي.» 

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې کلونو کې کندهار کې د ملاریا او لشمانیا ناروغۍ پیښې ډیرې کمې وې، خو سږکال د درملو او پشه خانو نشتون او د خلکو نه پاملرنې له امله د دغو ناروغیو پیښو کې زیاتوالی راغلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه