اطلاعات روز: د نورستان کامدېش ولسوالۍ، چې د دغه ولایت ختیځ او «ډېورنډ فرضي» کرښې ته څېرمه پرته ده، خلک یې له سختو روغتیايي ستونزو سر ټکوي.
ځايي خلک وايي، په دې ولسوالۍ کې زرګونه کورنۍ له سختو روغتیايي ستونزو سره مخامخ دي، چې د کلونو په تېرېدو یې حکومتونو د ستونزو حل ته پام نه دی کړی.
ولسي خلک وایي، د نهه کلیو لپاره چې شاوخوا درې زره کورنۍ پکې اوسېږي یوازې یو فرعي کلینیک جوړ شوی، چې هغه کې هم روغتیايي اسانتیاوې په نشت حساب دي.
د کامدېش ولسوالۍ د کامدېش کلي اوسېدونکي رحیم الله او ګل نبي وایي، له کامدېش کلي شاوخوا دولس کېلو مټره لېرې واټن کې نیمه مجهز روغتیايي کلینیک جوړ دی، چې د تګ راتګ پرمهال له ډېرو نورو ستونزو سره مخ کېږي.
دوی دغه راز د تېر حکومت پر مسوولینو سربېره د طالبانو پر اوسني رژیم هم نیوکې کوي، چې د دې ولسوالۍ خلک یې هېر کړي او په غړېدلو سترګو یې نندارې ته ناست دي.
د دې سیمې اوسېدونکی رحیم الله وايي: « مونږ د صحت په برخه کې مشکل لرو، کلینیک نه لرو، یو کلینیک دی پانسمان نه علاوه نور څه شی پکې نه کېږي. یوه بله ساحه ده ډېره لېرې، چې یو کلینیک پکې شته نیم مجهز دی نیم نه دی، سهار چې لاړ شو مازدیګره پورې زنانه او کوچنیان بېرته رسولی نه شو.»
ددې سیمې بل اوسېدنکی ګل نبي زیاتوي: « مونږ په دې سیمه کې درې زره فامیله اوسېږو، نهه کلي دي د دومره کلیو لپاره یو فرعي کلینیک لرو، نه دوا لري نه ډاکټر یوازې نوم یې پروت دی، د امارت صحي وزیران، صحي رییسان یا صحي کارکنان ولې پوښتنه نه کوي.»
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي دغه راز په کلینیکونو کې د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي هم شکایت کوي او وايي، چې ډېری مهال یې ښځینه ناروغانې کونړ او یا نورو سیمو روغتیايي مرکزونو ته د لېږد پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د کامدېش سیمې اوسېدونکی ګل نبي وايي، د یادې ستونزې د حل لپاره یې په ځلونو روغتیايي مسوولینو ته مراجعه کړې، خو تر اوسه یې کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.
نوموړی وړاندې وايي: « د ولادې نسايي مریض چې پیدا شي؛ ترڅو یې چې لېرې کلینیک ته رسوو؛ نیمايي لاره کې مري، زیاتره دا واقعات شوي او حکومت هم خبر دی. رییس د صحت عامې ته چې ځو هغه وايي کېږي، خو تر اوسه پورې مونږ بې برخې پراته یو.»
ځايي خلک اندېښنه لري که دې برخې ته پام ونه شي، نو ستونزې به یې زیاتې او ژوند به یې لا تریخ شي.
ددې سیمې بل اوسېدونکی نور احمد د طالبانو له حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې دې سیمه کې دې د روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې ګړندي ګامونه واخلي.
نوموړی وايي: « مونږ سره دې همکاري وکړي که امارت والا دي که نور ارګانونه دي.»
هڅه مو وکړه، چې د ختیځ نورستان د کامدېش ولسوالۍ د ځايي خلکو د روغتیايي ستونزو په تړاو په دې ولایت کې د طالبانو د روغیايي او ولایتي چارواکو نظر ولرو؛ خو له څو ورځو پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر او څرګندونې له ځان سره ولرو.
کامدېش ولسوالۍ د نورستان د مرکز پارون او نورو لېرې پرتو ولسوالیو په څېر په تېرو څو لسیزو کې د حکومتونو له پامه لېرې پاتې شوې، چې له امله یې ځايي خلک د روغتیا، پوهنې، بیا رغونې، کرنې او ګڼ شمېر نورو برخو کې له ستونزو رنځ وړي او د خلکو ژوند یې له سختو کړاوونو سره مل دی.
نورستان د پخواني جمهوري نظام په وروستیو کې د هېواد په کچه درېیم ملي پارک هم ونومول شو او حکومتي ډاډ دا وو، چې د دغه ولایت په ټولو برخو کې به د ستونزو حل او آسانتیاوو را منځته کولو لپاره کار کېږي، خو په دغه ولایت کې د ولسي وګړو په باور له لسیزو را هیسې په درواغجنو ژمنو تېر ویستل شوي او په عمل کې داسې څه نه دي شوي، چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی وي.
