هلمند کې د طالبانو او بندیانو ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: هلمند کې باوري سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو او له دوی سره د جنایي بندیانو ترمنځ په نښته کې یو طالب او یو بندي وژل شوي او د یو بندي په ګډون ۴ طالبان ټپیان دي.

یوې ځايی سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې دغه نښته تېره ورځ (چهارشنبه، ۳۱ د غبرګولي) د هلمند ولايت په امنيې قومندانۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې پیښه هغه مهال رامنځته شوې د ماښام د لمانځه پرمهال د طالبانو وسلې د بندیانو پر لاس ورغلي او پر طالب لمونځ کوونکو یې ډزې پېل کړي دي.

د ده په خبره، چې تر یوه ساعت نښتې وروسته یو طالب او یو بندي وژل شوي او درې طالبان او یو بندي ټپیان دي.

یوه بله سرچینه بیا وایي، چې یو طالب او دوه بندیان وژل شوي او ۳ طالبان ټپیان دي.

یو لنډ ویډیویي کلیپ چې پر خواله رسنیو خپور شوی پکې طالبان غږ کوي او وایي، چې یاد کسانو ته چا وسلې په لاس ورکړي دي.

سرچینې وویل، چې طالبان دغه بندیان داعش سره په همکارۍ تورنوي.

هلمند کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمير کسان د داعش او د «مقاومت جهبې» سره د همکارۍ په تور نيولي او په زندانونو کې یې ساتي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه