اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د شکرې ناروغۍ د تشخیص، درملنې او کنترول روغتون د ایراني او طالب چارواکو له لوري نن (چارشنبه، ۳۱ غبرګولی) پرانیستل شو.
روغتیایي چارواکي وایې، دا مرکز د ایران حکومت له لوري جوړ شوی چې د شکرې ناروغۍ تشخیص او کنترول پکې کیږي.
د روغتون د پرانیستې پر مهال د ایران سفیر حسن کاظمی قمي وویل چې د شکرې ناروغۍ د درملنې دا مرکز به په راتلونکو شپږو مياشتو کې په بشپړ ډول په طبي وسایلو او تجهیزاتو سمبال کړي.
نوموړی زیاتوي طالب چارواکو ورڅخه په روغتیایي او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې او دوی په دې برخه کې د افغانانو لاسنیوي ته چمتو دي.
قمي زیاته کړه: «ننګرهار کې مو د شکرې ناروغۍ د درملنې او کتنرول لومړنی مرکز په مشترک ډول فعال کړ ځکه چې په ختیځ زون کې د شکرې ناروغي زياته ده او له دې وړاندې ناروغان مجبور و چې د درملنې په موخه بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شي. دې مرکز ته به په راتلونکو شپږو میاشتو کې ټول اړین وسایل ورکړل شي تر څو يې په وسيله د ناروغانو سمه درملنه وشي.»
بلخوا د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایې چې که څه هم د دې روغتون ودانۍ عامې روغتیا ریاست ته په واک کې ورکړل شوې ده خو نورې ټولې چارې لکه د پرسونل نیول، روزل، درمل، مالي امکانات او د وسايلو او تجهیزاتو برابرولو چارې به د ایراني حکومت له لوري ترسره کیږي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رئیس محمد رحیم قلندرزي وویل چې تر اوسه د شکرې ناروغۍ د تشخیص لپاره اړین طبي وسایل او تجهیزات نه دي ورکړل شوي له همدې وجې نشي کولای چې اوس مهال په یاده برخه کې خدمات وړاندې کړي.
هغه زیاتوي څو چې اړین تجهیزات نه وي ورکړل شوي تر هغو دلته د شکرې ناروغۍ د کنټرول او درملنې په برخه کې خدمات نشي وړاندي کولی.
قلندرزي زیاته کړې: «د شکرې ناروغۍ کوم مرکز چې جوړ شوی دا ځای د عامې روغتیا ریاست له لوري ورکړل شوی، دوی له موږ سره پخوا ژمنه کړې وه خو متاسفانه دا مرکز تر اوسه ولسونو ته دخدماتو په برخه کې اماده نه دی، غوښتنه کوو چې څومره ژر کیږي خدمات باید فعال شي او دغه راز دلته چې د درملو او نورو برخو کې کومې ستونزې موجودې دي هغه باید حل شي.»
د ننګرهار اوسیدونکي هم د شکرې ناروغۍ د درملنې او تشخیص د مرکز جوړیدو هرکلی کوي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی محمد ولي وایي چې هغه روغتیایي ستونزې به یې حل شي چې مخکې به ګاونډیو هیوادونو ته د شکرې ناروغۍ د درملنې په موخه تلل.
محمدولي زیاتوي: «دلته په هیواد کې د روغتیایي خدماتو د کموالي له امل موږ د عادي ناروغیو د درملنې لپاره بهر ته ځو، خو د دې روغتون له جوړیدو خوشاله یو، مخکې به موږ د شکرې د درملنې لپاره پاکستان ته تلو خو اوس چې دا روغتون دلته جوړ شو ډیر خوشاله یو.»
د روغتیا نړیوال سازمان په وينا په نړۍ کې ۴۲۲ ميليون وګړي په شکرې ناروغۍ اخته دي او شاوخوا ۱.۵ ميليون وګړي هر کال په مستقيمه توګه له دې ناروغۍ مري.
