اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وايي چې دغه پېښه نن (چهارشنبه، غبرګولی ۳۱) تر غرمې وروسته د سره رود ولسوالۍ په «مار غونډۍ» سیمه کې را منځته شوې.
نوموړي زیاته کړې چې په ياده پېښه کې د ډمپر ډوله موټر او موټرسایکل تر منځ ټکر شوی او پر موټر سایکل سپاره دواړه کسان مړه شوي دي.
د نوموړي په وينا، د ډمپر موټر چلوونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی خو د نیولو هڅې يې روانې دي.
د يادونې وړ ده چې د داسي ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي ښوول کېږي.
