د ډله‌ييز امنيتي تړون سازمان: افغانستان کې دې «د نفوسو د جبري ځای پر ځای کيدو» مخه ونيول شي

انځور: mfa_russia

اطلاعات روز: د ډله‌ييز امنيتي تړون سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان د وضعيت په اړه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د «نفوسو د جبري ځای پر ځای کېدو» مخنیوی وشي.

دا اعلاميه پرون (سې‌شنبه، ۳۰ د غبرګولي) په منسک کې د ډله‌ييز امنيتي تړون د سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته خپره شوې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي: «موږ د قومي ډلو د حقونو او اساسي ازاديو د مراعتېدو غوښتونکي يو؛ په دې لړ کې بايد [د هغوی] د ازار او ځورونې مخنیوی وشي او د هغوی په دايمي مېشتځايونو کې بايد د نژاد او مذهب پر اساس په جبري توګه نفوس ځای پر ځای نشي.»

د ډله‌ييز امنيتي تړون سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې اعلاميه کې ټينګار کړی چې طالب چارواکي دې د بشر حقونو اساسي اصولو ته د درناوي له ژمنې سره سم د ښځو او نجونو حقونه په ځانګړې توګه نجونو ته د زده کړې حق [ورکړي].

دوی په افغانستان کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو او د نړيوالو تروريستي ډلو د فعاليتونو د زياتېدو په ځانګړې توګه د داعش خراسان ډلې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دې سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له طالبانو غوښتي چې د تروريزم ضد اقدامات دې سخت کړي او نه دې پرېږدي چې افغانستان د تروريزم په مرکز بدل شي.

دوی په خپله اعلاميه کې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د قاچاق د زياتېدو او ګاونډيو هيوادونو ته د يې د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د نشه‌يي توکو د ختمېدو لپاره يې د طالبانو د ژمنو پر عملي کېدو ټينګار کړی دی.

د ډله‌ييز امنيتي تړون سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له طالبانو د افغانستان د سياسي او قومي ډلو له مشرانو غوښتي چې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره دې رغنده خبرې وکړي.

دوی دغه راز د دغه سازمان د غړو هېوادونو د سویلی پولو د سولې او ثبات د ټینګښت په ګډون د سیمې لپاره د افغانستان له خوا له رامنځته شویو امنیتي ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې خپل چمتووالی اعلان کړی او ويلي يې دي چې د افغانستان او تاجکستان د پولې پر يو شمېر برخو د امنيتي تدابيرو د زياتولو ملاتړي دي.

د ډله‌ييز امنيتي تړون سازمان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د داعش په شمول د تروريستي ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه.

خو دا لومړی ځل دی چې د دې سازمان په اعلاميه کې د «نفوسو د جبري ځای پر ځای کېدنې» يادونه کېږي.

دا اعلاميه په داسې حال کې خپرېږي چې په دې وروستيو اونيو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستاني طالبانو د خوځښت «ټي ټي پي» غړي د هيواد په شمالي ولايتونو کې ځای پر ځای کېږي.

طالبانو منلې ده چې «وزيرستاني کډوال» د افغانستان په سویلي، مرکزي او شمالي سيمو کې ځای پر ځای کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه