د ارزګان دهراوود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د لسګونه نابینا غړو درملنه پېل شوې

اطلاعات روز: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د هغې کورنۍ د ۱۲۰ غړو درملنه پېل کړې چې پرلپسې درې نسله یې په سترګو معلول دي.

دغې کورنۍ څه موده وړاندې د اطلاعات روز سره په خبرو کې ویلي و، چې د سترګو د معلولیت له کبله ورسره نور خلک راشه درشه او خپلوي نه کوي چې د خپلمنځي خپلوي له امله د دوی نسل په دوامدار ډول معلول پیدا شوی دی.

دوی غوښتنه کړې وه چې واکمن حکومت دې د دوی مرستې ته ورسیږي ځکه په خبره یې چې په یوازې سر د دومره شمیر کسانو د درملنې وس نه لري.

اوس د یادو کسانو د درملنې لپاره د طالبانو د عامې روغتيا وزارت دغلته د سترګو د درملنې يو ټيم استولی ترڅو ټول په سترګو معلول کسان معاینه او درملنه یې وکړي.

د عامې روغتيا وزارت لپاره د طالبانو د سترګو د درملنې امر ډاکټر اغامحمد عابد توتاخيل وايي، چې د يو متخصص ټيم یې دهراوود د نابینایانو لپاره ليږلی ترڅو د ټولو عمليات په وړيا ډول ترسره کړي.

هغه وويل :«دا یو ارثي ستونزه ده د تداوي وړ او پردې یې عملیات کېږي.»

نوموړی زیاتوي، چې دوی دغه کورنۍ ته بېلابېلې لارښوونې کوي ترڅو یې پرمټ وکولای شي هغه ماشومان چې نوي زیږي له دې حالت وژغوري.

د توتاخیل په خبره: «د دغه کورنۍ لامل جینيټيکي تغيرات دي د دې لپاره باید د حمل په جريان کې معاينات ورته وشي او ترڅنګ يې تر دوه مياشتو پورې دوی باید خپل نوي زيږيدلي ماشومان د سترګو ډاکټر ته يوسي.»

ورته مهال هغه کسان چې د دوی غږ یې تر مسوولینو رسولی مننه کوي او وایي، چې لوی ارمان یې د سترګو جوړیدل دي، خو ډاکټران ژمنه کوي چې د ټولې کورنۍ سترګې به یې رغیږي.

یو تن نابینا جانيسا وویل: «د مرکزې حکومت لخوا څخه موږ ته يو ټيم راليږل شوی موږ ډير خوشاله يو چې په دهراوود ولسوالۍ کې دومره خدمت وړاندې کيږي موږ مننه ورڅخه کوو په دې کې رسنيو ښه پوره خپل رول ادا کړی موږ ترې ډير خوشاله يو.»

راليږل شوی مختصص ټيم بیا وايي، چې دوی د يادو کسانو تشخصص کوي هغه کسان چې دلته يې درملنه شونې ده همدلته يې درملنه کوي او هغه کسان چې درملنه یې دلته نه کېږي مرکز کابل ته يې انتقالوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه